د اورښت له امله د افغانستان او ايرلنډ تر منځ لوبه لغوه شوه

د انځور حقوق AFP

د افغانستان او ايرلنډ تر منځ لومړنۍ يوه ورځنۍ لوبه د اورښت له امله لغوه شوې ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ په وينا د لوبڅارانو د پرېکړې له مخې ننۍ لوبه لغوه شوه. دا د افغانستان او ايرلنډ تر منځ د يو ورځنيو لوبو د لړۍ لومړۍ هغه وه.

ټاکل شوې وه چې دغه لوبې به د ايرلنډ په بلفاسټ کې پيل شي او نهه ورځې به دوام وکړي.

افغان لوبډله له سکاټلنډ څخه د لوبې تر ګټلو وروسته ايرلنډ ته تللې او په تېرو څو ورځو کې لوبغاړو هم تر ډېره هلته تمرينونه کړي او له لوبغالي سره بلد شوي دي.

افغانستان په دې وروستیو کې ښه ځلېدلې، خو د ایرلینډ لوبډله هم ترې کمه نه ده او د ډېرو په باور دواړه لوبډلې سره برابرې بلل کېږي.

د افغانستان په لوبډله کې د تجربه لرونکو لوبغاړو تر څنګ یو شمېر نوي ځوانان هم ډېر ښه ځلېدلي دي چې په راتلونکې کې ښايي ډېره تکیه پرې وشي.

افغانستان وړاندې تر دې سکاټلنډ ته په خپل کور کې ماته ورکړه او د لوبو لړۍ اتلولي يې خپله کړې ده.

ورته مطالب