فوټبال: د کوربنې فرانسې او پورتګال پايلوبه

د انځور حقوق Reuters

د ۲۰۱۶ کال د اروپا فوټبال اتلوليو په ترڅ کې د کوربنې فرانسې او پورتګال تر منځ د دغو سياليو پايلوبه پيل شوې ده.

د دغو سياليو په نيمه پايلوبه کې فرانسې لوبډلې جرمني ته ۲-۰ او پورتګال وېلز ته په ۲-۰ ماتې ورکولو سره پايلوبې ته لار موندلې وه.

د اروپا فوټبال سياليو پايلوبې ګټونکې لوبډلې ته به شاوخوا ۳۰ ميليونه ډالره انعام ورکول کېږي.

د اروپايي فوټبال چارواکو په وينا په نړيواله کچه شاوخوا ۳۰۰ ميليونه خلک به دغه لوبه په ژوندۍ بڼه د تلويزيون پر پرده وګوري.

ويل کېږي ۱۳۰ رسنيو د اروپا فوټبال اتلوليو د خپرېدو حق له يو ميليارد زياتو ډالرو پېرلی دی. دغو روانو سياليو کې فرانسې پنځه لوبې ګټلې او يوه لوبه يې د سويس پر وړاندې مساوي پای ته رسولې وه. بلخوا د پورتګال دوه لوبې مساوې او پاتې يې ګټلې دي.

فرانسوي چارواکي وايي د امنيتي اندېښنو له کبله که چېرې دوی دغه اتلولي وګټي د لوبې ګټلو پرېډ به نه ترسره کوي.

په لوي شمېر امنيتي ساتونکي د فرانسې په پلازمېنه پاريس کې په دندو ګومارل شوي دي.

د انځور حقوق AFP

د ۲۰۱۲ کال اروپايي اتلوليو پايلوبه کې اسپانيا ايټاليا ته ۴- ۰ ماتې ورکړې وه او دغه اتلولي يې ګټلې وه.

ورته مطالب