اولمپیک ۲۰۱۶: افغان منډه وهونکې سيالي تر سره کړه

د انځور حقوق GETTY IMAGES

د اولمپیک سیاليو د ۱۰۰ متره ښځينه ځغاستې په لومړي پړوا کې افغان منډه وهونکې کيميا يوسفي ټاکلی واټن په ۱۴،۰۲ ثانيو کې وواهه او په دغه سيالۍ کې یې ۲۲ ځايي خپل کړ.

خو په دغه سيالۍ کې نوموړې د سعودي او د کريباتي هېوادونو له منډې وهونکو مخکې راغله.

په دغه سيالۍ کې د سيرليون هفسټو کرما په لومړي مقام او د فېجي سيسيليا سيولوا په دويم مقام راغله او د لوبو بل پړاو ته یې لاره ومونده.

دوی په ترتيب سره ټاکلی واټن په ۱۲،۲۴ او ۱۲،۳۴ ثانيو کې وواهه.

تېره ورځ هم د ۱۰۰ کیلوګرام وزن جوډو سياليو کې افغان لوبغاړي محمد توفيق بخشي خپل پورتګالي سيال جورج فونيسکا ته لوبه وبايلله او و نه توانېد چې د سياليو بل پړاو ته لار ومومي.

افغان لوبغاړي په خپل مټ نه وو توانېدلي چې اولمپيک سياليو ته لار پيدا کړي.

د اولمپيک کمېټې ۳ افغان لوبغاړو ته د ځانګړو يا سپينو کارتونو له مخې په دغو سياليو کې د برخې اخیستو اجازه ورکړې ده.

افغانستان له ۱۹۳۶ کال راهیسې ۱۲ ځله د اولمپیک نړیوالو دوبنیو لوبو کې ګډون کړی، چې له هغې ډلې یې په ۲۰۰۸ او ۲۰۱۲ کلونو سیالیو څخه دوه د ژېړو يا برونزو مډالونه ترلاسه کړي، خو تر دې دمه یې په ژمنیو اولمپیک لوبو کې ګډون نه دی کړی.

ورته مطالب