د اولمپيک سياليو لسمه ورځ: بریتانیایۍ دوجاردین ۳ مډالونه وګټل

شارلوټ
Image caption شارلوټ وايي: "زما لپاره د ډېر فشار او تمې ډکه شېبه وه. شاید دا به زما د اس (والیرګو) پر شا زما وروستۍ سیالي وه، خو د سیالۍ په ګټلو ډېره خوشحاله شوم".

د برازيل په ريو کې د روانو اولمپيک سياليو پر لسمه ورځ د بریتانیا شارلوټ دجاردین د اس ځغلولو په سیالۍ کې درې مډالونه ګټلي دي.

په دې سره شارلوټ د ۲۴ کلنې بریتانیایۍ لورا توټ چې د بایسکل ځغلونې لوبغاړې ده، بریا تکرار کړه.

جرمني د اسونو ځغلولو لوبه کې د دوو سرو زرو او برونزو مډالونو په ګټلو سره درېیم ځای خپل کړی.

شارلوټ چې له خوښۍ یې له سترګو اوښکې تویېدې وویل: "زښته ډېره خوشحاله یم".

نوموړې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د اس ځغلولو سیالیو کې نور مډالونه هم ګټلي.

دوجاردین په ریو ۲۰۱۶ سیالیو کې څلوېښتم مډال ګټلی، خو په اتلولویو کې یې د بریتانیا د ګټلو مډالونو ۴۱ مډال دی.

برازیل د خپل لومړي مډال د ګټلو خوشحالۍ کې خپل لوبغاړی تیاګو برېز د سیلوا ولمانځه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption برازیل د خپل لومړي مډال د ګټلو خوشحالۍ کې خپل لوبغاړی تیاګو برېز د سیلوا ولمانځه.

هغه پر خپل فرانسوي سیال رینوډ لویلیني برلاسی شو.

د کینیا ډیویډ روډیشا د نارینه وو ۸۰ متره ځغاستې شپې مهال سیالۍ کې الفرډ کیپکیټر ته ماتې ورکړه.

پر همدې مهال، د جودو یو مصری لوبغاړی اسلام الشهابي د سیالۍ پای کې خپل اسرائیلي سیال 'اور سیسن ' ته د لاس نه ورکولو له کبله خپل هېواد ته استول شوی دی.

د انځور حقوق AP
Image caption سیالۍ کې 'اور سیسن' اسلام الشهابي ته ماتې ورکړه

اسلام الشهابي د تېرې جمعې په ورځ خپل اسرائیلي سیال 'اور سیسن ' ته لوبه وبایلله او کله یې چې خپل سیال ته له لاس ورکولو ډډه وکړه، ریفري ورته وویل چې درناوی وکړي.

د لوبو مینه والو هم د الشهابي پر دې عمل نیوکه وکړه او د اولمپیک نړیوالې کمېټې وغانده.

Image caption د کینیا ډیویډ روډیشا د نارینه وو ۸۰ متره ځغاستې شپې مهال سیالۍ کې الفرډ کیپکیټر ته ماتې ورکړه.

په جاپانۍ جودو لوبه کې دواړه لوبغاړي د درناوي په پار یو او بل ته سرونه ټیټوي او لاس ورکوي.

د انځور حقوق HOCKEY INDIA
Image caption بریتانیا د ښځو هاکي نیمه پایلوبه کې اسپانیا ته ۳-۱ ماتې ورکړه
د ریو ۲۰۱۶ مډالونه
هېواد ټول مډالونه د سرو د سپینو نور
۱ - امریکا ۷۴ ۲۶ ۲۳ ۲۵
۲ - بریتانیا ۴۱ ۱۶ ۱۷ ۸
۳ - چین ۴۶ ۱۵ ۱۴ ۱۷
۴ - روسیه ۳۵ ۱۱ ۱۲ ۱۲

شارلوټ وايي: "زما لپاره د ډېر فشار او تمې ډکه شېبه وه. شاید دا به زما د اس (والیرګو) پر شا زما وروستۍ سیالي وه، خو د سیالۍ په ګټلو ډېره خوشحاله شوم".

دورجاردین د تېرې جمعې په ورځ هم له هیسټر او بیګورډ سپنسر ویلټ لوبې وګټلې.

د امریکا متحده ایالتونه د مډالونو د لست په سر کې ځای لري، امریکا ټول ۷۴ مډالونه ګټلي ۲۶ یې د سرو زرو ۲۳ یې د سپینو زرو او پاتې یې د ژیړو دي.

بریتانیا په دې لست کې دویم ځای لري، چې ټول ټال ۴۱ مډالونه یې ګټلي چې ۱۶ یې د سرو زرو، ۱۷ یې د سپینو زرو او پاتې یې د ژیړو دي.

د انځور حقوق AP

چین درېیم ځای لري چې ټول ګټلي مډالونه یې ۴۶ دي، چې ۱۵ یې د سرو زرو، ۱۴ یې د سپینو او پاتې یې د ژیړو دي.

روسیه د ۳۶ مډالونو په لرلو سره څلورم او جرمني پنځم ځای لري

ورته مطالب