ريو ۲۰۱۶: د نړۍ تر ټولو لويه نندراه

د انځور حقوق Getty
Image caption د دوی تر منځ په ريو اولمپيک سياليو کې مايکل فېلپس، يوسېن بولټ او سايمن بايلز د سرو زرو ۱۲ مډالونه وګټل

د برازیل په ریو ښار کې له ۱۶ ورځنیو رنګارنګ اولمپیک سياليو وروسته د اولمپیک مشعل مړ شو.

د دغو سیالیو ۳۱ لوبو کې له ۲۰۷ هېوادونو نه له ۱۰ زره ډېرو لوبغاړو برخه درلوده، چې ۳۰۶ لوبغاړي وتوانېدل مډالونه تر لاسه کړي.

دغو لوبو کې نوي ریکارډونه رامنځته شول، بېساري پېښې ولیدل شوې، یو شمېر لوبغاړي په کې بې ساري ثابت شول او نوي وتلي ستوري رادبره شول.

د امریکا متحده ایالتونه په دغو سياليو کې تر ټولو ډېر مډالونه وګټل او مخکښ پاتې شول.

  • د دغه هېواد لوبغاړو په دوو پرلپسې اولمپیک لوبو او د اولمپیک تاریخ کې ۱۷ ځله د سرو زرو ۴۳ مډالونه ګټلو سره مخکې دي.
  • له ۱۹۸۴ وروسته د ۱۱۶ مډالونو تر لاسه کول تر ټولو ډېر شمېر دی. هغه مهال لاس انجلس کې دوی د ۱۷۴ مډالونو تر لاسه کولو ادعا درلوده.
  • امریکایانو ځغاست لوبو کې تر ټولو ډېر ۳۱ مډالونه چې ( ۱۳ په کې د سرو زرو وو ) وګټل. دوی د دویم ځای تر لاسه کوونکي هېواد جیمیکا پرتله ۲۰ ډېر مډالونه تر لاسه کړل.
  • امریکایان د لامبو ډګر کې هم مخکښ وو، چې دغه برخه کې یې له ټولټال ۱۰۴ مډالونو نه ۳۳ تر لاسه کړل. دغو مډالونو کې ۱۶ د سرو زرو وو.
  • د ریو اولمپیک سیالیو پر مهال امریکایانو د اولمپیک لوبو تاریخ کې د سرو زرو ټولټال ۱۰۰۰ مډالونه او ټول ۲۵۰۰ مډالونه تر لاسه کړل او دې سره له یوه مهم پړاو تېر شول.
  • سږنیو اولمپیک لوبو کې درې هېوادونه داسې هم وو، چې خپل تاریخ کې لومړی ځل د مډالونو څښتنان شول.

دغه هېوادونه، فیجي ( چې د نارینه وو رګبي لوبو کې یې مډال تر لاسه کړ)، اردن ( احمد ابوغوش د نارینه وو ۶۸ کیلو وزن تکوانډو کې مډال وګاټه) او کوساوو (ماجلندا کیلمیندي د ښځو ۵۲ کیلو وزن تکوانډو کې مډال تر لاسه کړ).

امریکا متحده ایالتونه د یوه لوبغاړي له لوري له یوه د ډېرو مډالونو تر لاسه کولو برخه کې هم مخکښ وو.

میخایل فیلپس، کیتې لیډکې او سیمون بیلیس هغه لوبغاړي وو، چې له یوه ډېر مډالونه یې تر لاسه کړل. د فیلپس د ټولټال مډالونو شمېر ۲۸ ته ورسېد، چې ۲۳ په کې د سرو زرو دي.

کیتې لیډکې څلور مډالونه تر لاسه کړل او ۱۹ کلنې سیمون بیلیس بیا په خپلو تر لاسه کړیو مډالونو کې د سرو زرو څلور او د ژېړو یو مډال ور زیات کړل.

  • په پایلوبو کې د جیمیکا يوسین بولټ ثابته کړه چې د چټکې ځغاستې اتل دی.نوموړي د سرو زرو درې نور مډالونه وګټل.
  • د اولمپیک ټوپوهونکو مخکښانو کې د سرو زرو له نهو مډالونو سره د امریکا اوږده ټوپوهنکي کارل لیویس او پاوو نورمي سیالۍ ته ورسېد.

مهم پړاوونه

  • د جاپان کوهي اوچیمورا ۴۴ کلونو کې لومړنی هنري جمناسټ و، چې سر پر سر یې د اولمپیک مډالونه تر لاسه کړل او ۲۰۰۴ کال کې یې اتن اولمپیک لوبو وروسته د لوبډلې په حیث هم خپل هېواد ته مډال وګاټه.
  • د غشي ویشتلو سیالیو کې سویلي کوریا څلور مډالونه وګټل او دې سره یې یاده لوبه کې خپل مخکښتوب پر ځای وساته.
  • د بریتانیا محمد فرح لومړنی لوبغاړی شو، چې د نارینه وو ۵۰۰۰ او ۱۰ زره متره ځغاستې سیالۍ یې پرلپسې وګټلې. له دې مخکې د فنلنډ لاسي وارین د ۱۹۷۲ میونیخ او ۱۹۷۶ مونتریال اولمپیک سیالیو کې دغه ډول بریا تر لاسه کړې وه.
  • د بریتانیا انډي موري لومړنی ټېنیس لوبغاړی و، چې په هماغه ورځ یې له خپل انفرادي لقب نه دفاع وکړه. په همدې ورځ د بريتانيا جسټېن روز د دغه هېواد لپاره په تېرو ۱۱۲ کلونو کې لومړی ځل د ګولف سياليو کې د سرو زرو مډال وګاټه.
  • په میداني لوبو کې د امریکا اشټن ایټون لومړنی نارینه لوبغاړی شو، چې له ۱۹۸۴ کال را وروسته پرلپسې د سرو زرو مډالونه ګټي. هغه مهال دغه بریا د بریتانیا ډالې تامسن تر لاسه کړې وه.
  • د چین وو مینشیا لومړنۍ غوپه وهونکې وه، چې د سرو زرو پنځه مډالونه یې تر لاسه کړل.

نوي ریکارډونه

  • د میداني لوبو، ځغاستلوبو، بایسکل ځغلولو، شوټینګ، پهلوانۍ او وزن پورته کولو په ګډون اووه لوبې داسې وې، چې په کې ۲۷ نوي ریکارډونه جوړ شول.
  • د امریکا لیډکې دوه ریکارډونه ثابت کړل او دغه راز له دغو نه ځینې ریکارډونه د بریتانیا کیتې ارچیبالد، ایلینور بارکر، جوانا روسویلشاند او لورا ټروټ خپل کړل.
  • ۴۰۰ متره ځغاستې لوبه کې د سویلي افریقا د وایدي وان نیکریک د میخایل جانسن ۱۷ کلن ریکارډ مات کړ. د تېږې وېشتلو لوبه کې د سرو زرو مډال ګټونکې انیتا ولودارزیک خپل پخوانی ریکارډ مات کړ.
  • هغې د ۸۲ اعشاریه ۲۹ مترو نوی واټن وټاکه، چې دې سره د پولنډ دغې لوبغاړې په سیالیو کې شپږم ځل نوی ریکارډ جوړ کړ.