ارسنال مصطفی او پیریز په ۵۲ میلیون پونډو د ځان کړل

ارسنال د پیریز خپلولو لپاره ۱۷٫۱ میلیون پونډه ورکړي د انځور حقوق GETTY IMAGES
Image caption ارسنال د پیریز خپلولو لپاره ۱۷٫۱ میلیون پونډه ورکړي

د انګلستان ارسنال لوبډلې د ډیپورټیوو لاکورونا لوکاس پیریز او د والینسیا دفاع کوونکی لوبغاړی شکودران مصطفی په دوو معاملو کې د څه باندې ۵۰ میلیون پونډو مقابل کې له خپلې لوبډلې سره یوځای کړل.

۲۴ کلن مصطفی چې په ۲۰۱۴ کال یې نړیوالو سیالیو کې د خپل هېواد له بریا ډکې لوبې کې ګډون کړی و، د څه باندې ۳۵ میلیون پونډو او ۲۷ کلن اسپانوی پیریز د ۱۷٫۱ میلیون پونډو په مقابل کې له ارسنال لوبډلې سره یوځای شول.

پیریز په وروستیو سیالیو کې د ډیپورټیوو په ګټه ۳۷ سیالیو کې ۱۷ ګولونه ووهل.

د پیریز په اړه د ارسنال مسلکي مدیر ارسین وینجر وویل: "دی نه یوازې ګول وهونکی دی، بلکې پوهېږي چې څرنګه د خپلې لوبډلې له غړو سره همغږی واوسي او پوهېږي چې توپ څنګه توپ ګول ته ورسوي او څرنګه ښه منډه وکړي. دی تېر کال ښه وځلېده."

وینجر د مصطفی په اړه وویل: "دی په ښه عمر کې دی. ښه تجربه لري او ښه ترکیز لرونکی لوبغاړی دی. موږ یو لوی لوبغاړی ترلاسه کړ چې د راتلونکې لپاره یې باید ښه جوړ کړو."

په دې سره ارسنال د شپږو لوبغاړو ترلاسه کولو لپاره شپږ معاملې کړې. وړاندې یې د ګرېنټ چاکا، ځوان لوبغاړي راب هولډینګ، تاکوما اسانو او کیلیچي نوکالي خپلولو لپاره هم معاملې کړې دي.

ځینې رپوټونه دي چې د میډلزبره لوبډلې کالوم چامبرز هم د څه مودې لپاره له ارسنال سره یوځای شوی. جک ویلشر هم دا اونۍ په پور ترې وتونکی دی.

د انځور حقوق Getty
Image caption ۲۴ کلن مصطفی چې په ۲۰۱۴ کال یې نړیوالو سیالیو کې د خپل هېواد له بریا ډکې لوبې کې ګډون کړی و

ورته مطالب