امريکایی لامبووهونکی ۱۰ مياشتې په سياليو کې برخه نشی اخیستلی

د انځور حقوق Reuters
Image caption له دغې پېښې وروسته د لامبو کاليو جوړولو کمپنۍ سپيډو او رالف لورين په ګډون څلور کمپنيو د راين لوکټي سره خپل تړونونه ختم کړي دي

امریکايي چارواکي وايي د ريو اولمپيک سياليو پر مهال د لوټلو د ناسم خبر له امله امریکايی لامبو وهونکی راين لوکټي د ۱۰ مياشتو لپاره په سياليو کې له برخې اخيستلو ځنډول شوی دی.

يو اېس ټوډې خبري رسنۍ په وینا دغه بنديز د امریکا د اولمپيک کمېتې او د لامبو د ملي ټولنې له خوا پرې لګول شوی، خو په رسمي ډول دغو ادارو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د رویو اولمپيک سياليو پر مهال راين ويلي وو، چې دی او ملګری يې پر لاره د غلو له خوا چې د پوليسو جامې يې اغوستې وې او په وسلو سمبال وو ولوټل.

د راين او ملګرو د لوټلو پېښه د خبرو د سر موضوع وه خو هغه مهال پوليسو د دوی خبرې درواغ بللې وې او ويلي يې وو چې د راين په خبرو کې رښتيا نه شته.

پوليسو په دې اړه ويډیويي شواهد هم وړاندې کړې وو چې په هغه کې لومړی لامبو وهونکو د تېلو پمپ کې شخړه کړې وه او ځينې توکي يې مات کړې وو چې بيا د امنيتي ساتونکو له خوا درول شوي وو.

د برازيل پوليسو د دغو لوبغاړو ضدونقيض معلوماتو په اړه شک ښودلی و او ويلي يې وو چې د دوی خبرې د امنيتي کامرو له ويډيو سره سمون نه خوري.

له دې واړندې چې پوليس په دې اړه له راين پوښتنې وکړې نوموړی له برازيله وتلی و.

راين د دغې پېښې له امله بښنه هم غوښتې وه او ويلي يې وو چې نشه و، خو اوس بايد نوموړی دا پرېکړه وکړي چې له ځانه د دفاع لپاره برازيل ته ځي که نه.

د انځور حقوق Reuters
Image caption راين لوکټي د نړۍ يو له مشهورو او برياليو لامبو وهونکو دی، نوموړي اولمپيک سياليو کې ۱۲ مډالونه ګټلي

له دغې پېښې وروسته د لامبو کاليو جوړولو کمپنۍ سپيډو او رالف لورين په ګډون څلور کمپنيو د راين لوکټي سره خپل تړونونه ختم کړي دي.

راين لوکټي د نړۍ يو له مشهورو او برياليو لامبو وهونکو دی، نوموړي اولمپيک سياليو کې ۱۲ مډالونه ګټلي دي.

ورته مطالب