انټرنېټي بریدګرو د نورو لوبغاړو طبي معلومات افشا کړل

د انځور حقوق PA
Image caption د بریتانیا بایسلکل ځغلونکي سر برېډلې وګنز طبي معلومات هم افشا شوي دي.

هغو هېکرانو، چې ادعا کېږي روسان دي، په لوبو کې یې د ممنوع درملو کارونې مخنیوي ادارې ' واډا ' نور طبي معلومات افشا کړي دی.

په هغو لوبغاړو کې،چې په اړه یې معلومات افشا شوي د بریتانیا بایسکل ځغلونکی سر برېډلې وګنز چې ریو اولمپیک سیالیو کې یې د سرو زرو مډال ګټلی و او دغه راز په کې درې ځله ټور دي فرانس نومي سیالۍ ګټونکی کریس فروم شامل دی.

افشا شویو معلوماتو کې داسې نه ښکاري، چې دغه لوبغاړي په کوم غیر قانوني کړنه کې ښکېل وو. واډا چارواکي وايي دغه انټرنېټي برید په نړیواله کچه لوبو کې د ممنوع درملو کارونې مخنیوي لارې ډب کولو هڅه ده.

د هېکرانو دغه ډله چې دغه انټرنېټي برید یې کړی ځانته د ' فینسي بییرز ' نوم کاروي. د واډا مشر اولویير نګلي وايي، '' دغه جرمي برید، چې نن یې په بې پروايي سره د ۲۹ لوبغاړو شخصي معلومات خپاره کړي، د هغو لوبغاړو لپاره خواشینونکی دی، چې په نښه شوي دي او د هغو لوبغاړو لپاره هم اندېښمنونکی دی، چې د ۲۰۱۶ ریو اولمپیک سیالیو کې یې برخه درلوده''

د انځور حقوق Getty
Image caption دغه راز په کې درې ځله ټور دي فرانس نومي سیالۍ ګټونکی کریس فروم شامل دی

د نوموړي په خبره دې کې کوم ' شک ' نه شته، چې دغه برید د واډا د هغو کړنو غچ اخیستنې په توګه شوی چې د فساد په تړاو یې په حکومتي کچه د روسیې په اړه رپوټ خپور کړ او له روسي حکومت نه يې د لوبغاړو ممنوع درملو مخنیوي غوښتنه وکړه.

روسي چارواکي په دغه برید کې ښکېلتیا ردوي. دغه برید پایله کې د ۱۰ امریکايي، پنځه بریتانوي، پنځه جرمن او د روسیې، ډنمارک، چیک جمهوریت او رومانیا یوه یوه لوبغاړي معلومات افشا شوي دي.

له دې مخکې د امریکايي لوبغاړو معلومات افشا شوي وو، چې په کې د سرو زرو مډال ګټونکې سایمن بایلز هم شامله وه.

د ریکارډ له مخې بایسکل ځغلونکي وګنز ته ۲۰۰۸ او ۲۰۱۳ کلونو کې دوه ځلې د ممنوع درملو کارولو اجازه ورکړل شوې.

دغه راز ویل شوي، چې فروم ته ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو پر مهال د ممنوع درملو ' پروډنیسولون ' کارولو اجازه ورکړل شوې وه، چې د ۲۰۱۳ کال ټور اف روماندي ځغاستې پر مهال دغه ډول اجازه هم په کې شامله ده.

ورته مطالب