د ریو پارالمپیک کې ورمېږماتي ایراني لوبغاړي ساه ورکړه

د انځور حقوق Rio 2016
Image caption د ایران اولمپیک کمېټه:''د ریو پارالمپیک سیالیو کې ایران بایسکل ځغلوونکی بهمن ګلبارنژاد د سیالۍ پرمهال ولوېد او د ورمېږه د ماتېدو له کبله یې ساه ورکړه".

د ریو پارالمپیک سیالیو کې ګډون کوونکي ایراني لوبغاړي بهمن ګلبارنژاد، چې د بایسکل ځغلونې سیالۍ کې تر لوېدو وروسته یې ورمېږ مات شوی و، د ټپونو له کبله ساه ورکړې ده.

د پارالمپیک سمبالوونکې کمېټې د ښاغلي ګلبارنژاد د مړینې لامل د زړه حمله بللې ده.

۴۸ کلن بهمن ګلبارنژاد د شنبې په ورځ پر بایسکل د ځغلونې سیالۍ کې ولوېد او سر یې د سړک پرغاړه ولګېد او ورمېږ یې مات شو.

که څه هم نوموړی ژر د ریو یونیمډ روغتون ته ولېږدول شو، خو لږ وروسته یې ساه ورکړه.

بهمن ګلبارنژاد د ایران د پارالمپیک سیالیو اوږده مخینه لرونکی لوبغاړی و، چې څلور کاله وړاندې یې د لندن پارالمپیک سیالیو کې هم ګډون کړی و.

دا د ریو پارالمپیک سیالیو کې د بهمن ګلبارنژاد دویمه سیالي وه.

هغه د چارشنبې په ورځ په ۴ سي ډله کې ولوبېد او څلورم مقام یې خپل کړ.

د انځور حقوق Rouhani.ir
Image caption د ایران ولسمشر حسن روحاني هم پر خپلې ټویټر پاڼې د بهمن ګلبارنژاد پر مړینې غمشریکي ښودلې ده.

اوس د دغه ایراني لوبغاړي د مړینې په اړه څېړنې پیل شوې دي او د ریو پارالمپیک کې د ایران بیرغ نیمه ځوړند شوی دی.

د ایران د اولمپیک کمېټې پر خپلې ټویټر پاڼې ددغه ایراني لوبغاړي د مړینې لامل داسې په ډاګه کړی: "د ریو پارالمپیک سیالیو کې ایران بایسکل ځغلوونکی بهمن ګلبارنژاد د سیالۍ پرمهال ولوېد او د ورمېږه د ماتېدو له کبله یې ساه ورکړه".

د ایران ولسمشر حسن روحاني هم پر خپلې ټویټر پاڼې د بهمن ګلبارنژاد پر مړینې غمشریکي ښودلې ده.

په پام کې ده چې د یکشنبې په ورځ، د ریو پارالمپیک سیالیو د پای مراسمو د بهمن ګلبارنژاد په احترام یوه دقیقه چوپتیا ترسره شي.

د ایران پارالمپیک کمېټې سرمنشي مسعود اشرفي ویلي، په پام کې ده چې د یکشنبې په ورځ د ګلبارنژاد مړی ایران ته ولېږدول شي.

دا په ۱۹۶۰ کال روم کې د پارالمپیک سیالیو پرمهال د ډنمارکي بایسکل ځغلوونکي کنود انرماک جنسن تر مړینې وروسته د پارالمپیک سیالیو پرمهال د بایسکل ځغلونې پرمهال د لوبغاړو د مړینې دویمه پېښه ده.

د انځور حقوق GETTY IMAGES
Image caption بهمن ګلبارنژاد د ایران د پارالمپیک سیالیو اوږده مخینه لرونکی لوبغاړی و، چې څلور کاله وړاندې یې د لندن پارالمپیک سیالیو کې هم ګډون کړی و.

ورته مطالب