د ۲۰۱۶ ريو پارالمپيک سيالیو پای؛ ګلبارنژاد ته د دعا مراسم

د انځور حقوق Reuters
Image caption ۴۸ کلن بهمن ګلبارنژاد د شنبې په ورځ د بایسکل ځغلونې په سیالۍ کې ولوېد او سر یې د سړک پر ځنډه ولګېد او ورمېږ یې مات شو.

د ۲۰۱۶ ريو پارالمپيک سيالۍ په مراکانا سټېډیم کې له شاندارو مراسمو سره پای ته ورسېدې.

وړاندې له دې چې سندرغاړي، نڅاګران او اورلوبي دا سټډېم روښانه کړي په دې لوبو کې د مړه شوي ایراني لوبغاړي بهمن ګلبارنژاد ته د دعا مراسم ترسره شول.

د پارالمپيک نړيوالې کمېټې مشر سرفیليپ کرِون ويلي چې د سږ کال لوبې ډېرې په زړه پورې وې.

د لوبو بيرغ د توکيو ښاروال ته چې په ۲۰۲۰ کال کې به د لوبو کوربه وي، وسپارل شو.

* برازيل کې د پارالمپيک سيالۍ پيل شوې

* د ریو پارالمپیک کې ورمېږماتي ایراني لوبغاړي ساه ورکړه

* د پارالمپیک توپیر څه دی؟

د ۲۰۲۰ راتلونکې سیالۍ به توکیو کې وي.

ښاغلي کرون وویل: "نن د سیالیو ۱۲ شپه لمانځو، خو د لوبغاړي له مړینې وروسته د ویر په ټغر ناست یو".

Image caption د ایران د فوټبال لوبډلې د یکشنبې په ورځ د سرو زرو ګټلی مډال ګلبارنژاد ته ډالۍ کړ
Image caption هنرمند جوناتا باسټوس د پای مراسمو کې ګیتار وغږاوه

"د بهمن ګلبارنژاد مړینې ټول غمجن کړي یو او د پارالمپیک کمیټه یې ویرجنه کړې ده".

د یکشنبې ورځې له ماسپښین وروسته، چې ایران د فوټبال لوبې مډال وګاټه، ددغه هېواد بیرغ نیمه ځوړند شو.

د پارالمپیک کلي کې هم نور بیرغونه نیمه ځوړند وو.

۴۸ کلن بهمن ګلبارنژاد د شنبې په ورځ د بایسکل ځغلونې په سیالۍ کې ولوېد، سر یې د سړک پر ځنډه ولګېد او ورمېږ یې مات شو.

Image caption د توکیو ۲۰۲۰ پارالمپیک سیالیو کې به ۲۲ لوبې شاملې وي، چې تیکواندو ته پکې لومړی مقام ورکړل شوی

د پارالمپیک کمېټې وویل، ګلبارنژاد په یوه غرنۍ برخه کې د بایسکل ځغلونې پرمهال ولوېد: "دغه لوبغاړی امبولانس کې د ریو یونیمد روغتون ته یووړل شو، خو له بده مرغه وروسته یې ساه ورکړه".

ګلبارنژاد د ایران پارالمپیک سیالیو یو تکړه او اوږده مخینه درلودونکی لوبغاړی و، چې څلور کاله وړاندې یې د لندن پارالمپیک سیالیو کې هم ګډون کړی و.

د انځور حقوق PA
Image caption د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو ۱۶۰ لوبډلې چې ۴۳۰۰ تنه لوبغاړي په کې دي په دې سياليو کې برخه اخیستې وه

دا په پارالمپیک سیالیو کې د بهمن ګلبارنژاد دویم ګډون و. هغه د چارشنبې په ورځ هم په سي ۴ ډله کې ولوبېد او څلورم مقام یې خپل کړ.

د بهمن ګلبارنژاد د مړینې د لامل په اړه څېړنې دوام لري.

د انځور حقوق AFP
Image caption پارالمپیک کې د اوکراين لوبډله

ورته مطالب