پاریس: فوټبال لوبغاړي ته د دوې میاشتني زندان سزا ورکړل شوې

د انځور حقوق AFP
Image caption روان کال د سرج اوریر لپاره له ستونزو ډک کال و

د ایوري کوسټ یو فوټبال لوبغاړی سرج اوریر ته چې د پاریس ایس ټي جرمن لوبډلې لپاره لوبه کوي له دې کبله د دوې میاشتنې زندان سزا ورکړل شوې، چې يو پولیس افسر یې په څنګل وهلی و.

نوموړی له همدې کبله ۶۰۰ یورو جریمه شوی هم دی. پېښه مې میاشت کې د پاریس یوه نایټ کلب کې رامنځته شوې وه.

نوموړی به د استناف غوښتنې منل کېدو یا رد کېدو تر مهاله ازاد ګرځي او و به کولای شي، د خپلې لوبډلې لپاره د چهارشنبې په ورځ د غوره لیګ سالیو کې ولوبیږي.

نوموړی له دې مخکې د پي ایس جي لوبډلې روزونکي لاورینټ بلانس په اړه د څرګندونو له کبله له لوبډلې شړل شوی و.

هغه د دوشنبې په ورځ رسماً تورن شو، چې ګواکې د مې په ۳۰ مه شپه یې له کلب نه د وتلو پر مهال پولیس افسر په څنګل وهلی و. نوموړی د اسویلي ازموینې لپاره له کلب نه د وتلو پر مهال درول شوی و. د پولیسو په وینا پورې وهل شوي پولیس عادي حالت ته د ګرځېدو لپاره یوه ورځ رخصت اخیستی و.

اوریر بیا وايي، چې پر نوموړي لګېدلي تورونه ناسم دي او په وینا یې دی د پولیسو د زور زیاتي ښکار شوی دی. نوموړي ته دغه راز د محکمې لګښت په لړ کې د ۱۵۰۰ یورو اضافي لګښت ورکولو امر شوی دی.

د انځور حقوق Getty
Image caption اوریر د جمعې په ورځ د فاوول له کبله بهر شو

سږ کال د دغه مدافع لوبغاړي لپاره له ستونزو ډک و.

نوموړي پر پاریسکوف نومي اپلیکیشن د مینه والو پوښتنو ته ځواب کې خپل همکار لوبغاړی انجیل دي ماریا ' مسخره ' بللی و.

د جمعې په ورځ د لیګ ون میچ پر مهال د تولوز لوبډلې خلاف د لوبې پر مهال اوریر د یوه فاوول له کبله بهر شو.

خو سره له دې چې سزا ورکړل شوې نوموړی هیله من دی، چې بلغاریا کې به د لودوگورتس خلاف د چهارشنبې په ورځ د لوبډلې برخه شي.

ورته مطالب