په دې وروستیو کې د هلمند په ځینو برخو کې امنیتي حالت خراب شوی دی. سپين تڼي د یوې مرکې په پیل کې د هلمند له والي حیات الله حیات پوښتلي، چې ولې په هلمند او ځانګړې توګه لښکرګاه کې حالت دومره کړکېچن شو؟
د خوشال خټک شعرونه، د پښتو د دې ستر شاعر شعرونه په لومړي ځل په غږيزه بڼه خپرېږي. دا پروگرام هره جمعه د افغانستان په وخت د شپې په ١٠ بجو له بي بي سي پښتو راډيو خوريږي.
د بروکسل په غونډه کې د افغانستان د پرمختګ او بیارغونې لپاره تر ۲۰۲۰ کال پورې د څه باندې ۱۵ ميلیاردو ډالرو مرستو ژمنې وشوې. تر دې وړاندې په تېرو ۱۵ کلونو کې نړیوالو له افغانستان سره د ملیاردونو ډالرو مرستې کړې دي.
د بښنې نړیوال سازمان پر شتمنو هېوادونو نیوکه کړې چې د کډوالو په برخه کې له خپلو مسوولیتونو اوږې تشوي او وايي چې په لږ شمېر کې کډوال مني او په دې برخه کې لږ څه کوي.
د ستاسې غږ په خپرونه کې زموږ له اورېدونکو پوښتل شوي، چې شل کاله مخکې کابل ته د طالبانو ننوتو پر مهال دوی چېرې وو؟
شل کاله وړاندې نجیب الله چې تر ۱۹۹۲ کاله پورې د افغانستان ولسمشر و له خپل ورور احمدزي سره یو ځای د تلې په پنځمه د طالبانو له خوا ووژل شو. د دغه پخواني افغان ولسمشر وژنه آن تر ننه په ابهام کې نغښتې او په تړاو یې روایتونه بېلابیل دي.
جنرال نېکولسن چې تېره ورځ يې د امریکا په دفاع وزارت کې يوې غونډې ته خبرې کولې ویلي، "د افغانستان ۶۵ نه تر ۷۰ سلنه وګړي په هغو سېمو کې ژوند کوي چې د افغانستان دولت واک لاندې دي او ۱۰ سلنه وګړي د طالبانو تر ولکې لاندې سېمو کې اوسېږي.
د بلوڅ بېلتونپالو یو مشر حربیار مري وايي که څه هم هند د بلوڅانو غږ پورته کړي چې دی یې ستاینه هم کوي خو وايي د دوی ټول مشران به له هنده سیاسي پناه و نه غواړي.