یمن وايي امریکايي برید د القاعدې غړی فهد القصع وژلی

القصع
Image caption القصع د خپلې بڼې په بدلولو شهرت درلود، او له پنځو وژونکو بریدونو روغ رمټ وتلی چې وروستی هغه یې د ۲۰۱۱ په اګست میاشت کې و.

په يمن کې په يو هوايي بريد کې د القاعدې يو لوړپوړى مشر فهد القصع وژل شوی دی.

يمني چارواکو تصديق کړې ده چې فهد القصع په جنوبي ايالت شبوه کې په توغندي لگېدلى .

د دۀ نوم د هغو کسانو په فهرست کې و چې د امريکا امنيتي اداره اېف بي ايې يې ډېرلټون کووچې ددوی په وینا په ٢٠۰٠ کال کې د عدن په بندر کې د امريکا د جنگي کښتۍ يو اېس اېس کول په بريد کې يې رول درلود، چې لږترلږه ۱۷ امریکايي پوځيان په کې ووژل شول.

بريد د امريکا د بې پیلوټه الوتکې يا ډرون د بريدونو نښې نښانې لري، خو واشنگټن ردوي چې گنې دوی په يمن کې دا ډول عمليات کوي.

واشنگټن دا مهال د يمن په جنوب کې د القاعدې ضد جگړه کې له يمن سره همکاري کوي.

یمني امنیتي سرچینو ویلي، چې القصع له ګاډي د کوزېدا پرمهال ویشتل شوی.

د امریکا څارګرې ادارې ویلي چې ۳۷ کلن القصع د امریکا د خطرناکو مطلوبو کسانو په لیست کې و، چې د نیولو پرسر یې بنځه میلیون ډالر انعام اعلان کړی و.

فهد القصع په برید کې د لاس لرلو په تور تر محاکمه کېدا وروسته د یمن په زندان کې پنځه کاله تېر کړل، او په ۲۰۰۷ کال خوشی شو، خو تر هغه مخکې په ۲۰۰۳ کال له زندانه تښتېدلی و.

خو له لنډ وخت وروسته یې بېرته ځان تسلیم او د بند موده یې پوره کړه.

القصع د العوالقة له قبیلې سره تړاو لري، چې امریکایی امام انورالعولقي هم ددې کورنۍ غړی و چې د ۲۰۱۱ په سپتمبر کې امریکايي برید وواژه.

دا قبیله په شبوة ولایت کې ډېر نفوذ لري.

القصع د خپلې بڼې په بدلولو شهرت درلود، او له پنځو وژونکو بریدونو روغ رمټ وتلی چې وروستی هغه یې د ۲۰۱۱ په اګست میاشت کې و.

او په تېر اپریل کې واشنګټن پوست اعلان کړی، چې د امریکا مرکزي استخباراتو ادارې د اوباما له ادارې غوښتي وو چې په یمن کې لانور بریدونه وکړي.

د یمن نوي ولسمشر عبد ربه منصور ژمنه کړې، چې له امریکا سره په ګډه به په خپل هېواد کې د القاعدې د ځپلو هڅې ګړندۍ کړي.

ورته مطالب