"سوریه کې د پوځ بمبار ۳۴ کسان وژلي"

سوریه د انځور حقوق BBC World Service
Image caption په سوریه کې د اوربند سربېره د خپلواک پوځ او سوري نظام د پوځيانو ترمنځ نښتې دوام لري.

په سوریه کې د بشري حقونو د څار ډله وايي چې د لوېديځ حماة ښار په کلیواله سیمه کې د امنیتي ځواکونو بمبارۍ لږترلږه ۳۴ کسان وژلي دي.

دغه برتانیا مېشتې ډله وايي، چې په وژل شوو کې ماشومان هم دي.

رویټرز خبري اژانس د سیمه ییزو خلکو له قوله ویلي، چې "پوځ پر ښار بمبار وکړ او بیا په زور ورننوت."

په یوه بله پېښه کې، ویل کېږي چې سوریه کې د ملګرو ملتوتو د استازۍ د رییس د ګاډو کاروان ته څېرمه چاودنه شوې.

په دې چاودنه کې د مرګ ژوبلې خبر نه دی ورکړل شوی او دا هم لاروښانه نه ده چې د توغندي برید و او که چاودنه.

په سوریه ک د څارونکو مشر جنرال رابرټ مود د چاودنې پرمهاغل په دوما ښار کې د څارنې پر چاره بوخت و.

له ښاغلي مود سره مل خبریالان وايي، چاودنې ټویوټا ډوله ګاډي په بشپړه توګه له منځه یووړ.

خو په سوریه کې د نړیوالې څارندویې ډلې ویانده سوسن ګوشه له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي چې دوما کې دمشق ته څېرمه دا چاودنه ددوی د ګاډو له کاروان سره نژدې وشوه.

سوسن زیاتوي، چې په چاودنه کې د ملګرو ملتونو کاروان ته هېڅ زیان ونه رسېد.

په سوریه کې د اوربند سربېره د خپلواک پوځ او سوري نظام د پوځيانو ترمنځ نښتې دوام لري.

داسې خبرونه هم شته چې په دوما ښار کې هم د ناامنۍ پېښې رامنځ ته شوې دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د ناروې افسر جنرال مود په سوریه کې د شاوخوا ۲۵۷ نړیوالو څارونکو مشري کوي، او تمه ده چې د روانۍ مۍ تر پایه د څارونکو شمېر ۳۰۰ ته ورسېږي.

رویټرز وايي، وسله والو د نښتو په لړ کې د سوري پوځ ۲۹ پوځيان سخت ټپیان شوي دي.

دوما

د دمشق پرڅنډه پروت دوما ښار یوه له هغو لومړیو سیمو ده، چې د سوریې له پاڅون سره یوځای شوه، او تېر کال یې د ولسمشر بشارالاسد ضد مظاهرو کې رغنده برخه لرله.

د ناروې افسر جنرال مود په سوریه کې د شاوخوا ۲۵۷ نړیوالو څارونکو مشري کوي، او تمه ده چې د روانۍ مۍ تر پایه د څارونکو شمېر ۳۰۰ ته ورسېږي.

ورته مطالب