حسني مبارک په عمري بند محکوم شو

مبارک د انځور حقوق AFP
Image caption ۸۴ کلن حسني مبارک او د هغه دوه زامن (جمال او علاء مبارک) بیا په فساد تورن شول.

په مصر کې نن (شنبه/ جون دویمه) یوې محکمې پخوانی ولسمشر په عمري بند محکوم کړ، خو زامن یې سپین وخېژول.

د حسني مبارک سربېره، د نوموړي د واکمنۍ پرمهال د کورنیو چارو وزیر حبیب العادلي ته هم د لاریون کوونکو د قصدي وژنې امر ورکولو په تور د عمري بند سزا واورول شوه.

محکمې د مبارک دوه زامن علاء او جمال مبارک له فساده سپین وخېژول.

د محکمې فضا سخت زوږ پسې واخیسته، خو قاضي هر تورن ته د هغه د نامه په اخیستلو سره خپله – خپله سزا واوروله.

د محکمې له ودانۍ بهر په مظاهرو کې د وژل شوو کسانو خپلوانو د مبارک لپاره د اعدام غوښتنه کوله.

د مبارک ژوندلیک

سها سعید د قربانیانو د خپلوانو له ډلې وه او په چیغو یې ویل چې "زه ډېره خوشاله یم، زه ډېره خوشاله یم. "

خو په خلکو کې غوغا هغه مهال ډېره شوه کله چې قاضي د کورنیو چارو د مخکني وزیر حبیب العادلي مرستیال سپین اعلان کړ.

قاضي احمد رفعت ټینکار کاوه چې د تورن لپاره لس میاشتې بند کافي دی، او وویل چې د مصر خلک ۳۰ کاله ځورېدلي او د مبارک د واکمنۍ دوره یې د مصر په تاریخ کې یوه توره دوره وربلله.

۸۵ کلن حسني مبارک پر مصر پوره ۳۰ کاله واکمني کړې ده، چې د شاوخوا ۸۵۰ مظاهره کوونکو د وژنې په تور د مرګ له ګواښ سره مخامخ کېدونکی و.

د مبارک دوه زامن علا‌ء او جمال مبارک لاهم زندان کې دي.

د محکمې پرېکړه په ژوندۍ بڼه په ټلویزیونونو کې وښودل شوه او په همدې حال کې د قاهرې په لارو کوڅو کې زرګونه پولیس ځواکونه ځای پرځای شوي وو.

د قاهرې یوه ښځه چې تېر کال په همدې پاڅون کې یې لور ووژل شوه، د حسني مبارک لپاره د مرګ سزا د اورولو غوښتنه کوي:

''موږ غواړو ددغو کسانو وینې ووینو، هغسې چې مو د خپلو اولادونو وینې ولیدلې. موږ د هغو مرګ غواړو. هیله لرم چې خدای زموږ غچ له دوی واخلي. موږ غواړو د هغو د زامنو مرګ ووینو. دوی دې ټول اعدام شي. دوی ټول سړي وژونکي دي.''

ورته مطالب