د اسراییلو مخکنی لومړنی وزیر شامیر ومړ

شامیر د انځور حقوق AP
Image caption شامیر په لومړي ځل له ۱۹۸۳ کال تر ۱۹۸۴ پورې او بیا له ۱۹۸۶ تر ۱۹۹۲ پورې د اسراییلو لومړی وزیر پاتې شوی دی.

د اسراییلو پخوانی لومړی وزیر اسحق شامیر مړ شو.

هغه ۹۶ کلن و او په عقلي ناروغۍ اخته و.

ښاغلی شامیر په ۸۰ مو او ۹۰ مو کلونو کې د اسراییلو لومړی وزیر و .

د اسراییلو د اوسني لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر ویلي، چې د شامیر پر مړینې نتنیاهو دردېدلی دی.

شامیر د حیروت په نامه له ګوند سره هغه مهال یوځل شو، چې د شپیتمې لسیزې په نیمايي کې مناحیم بیګن یې بنسټ کېښود.

بیا وروسته دغه ګوند د لیکود ښي اړخي ګوند په نوم واوښت.

شامیر له ۱۹۵۵ تر ۱۹۶۵ کال پورې د اسراییلو په څارګره اداره (موساد) کې کار وکړ، او بیا په ۱۹۸۰ کال کې د بهرنیو چارو وزیر هم شو.

نوموړی له مصر سره د کمپ ډیویډ د سولې له کنفرانس سره سخت مخالف و، او د لبنان له سوېله د اسراییلو له وتلو سره یې هېڅ موافقه نه کوله.

شامیر په لومړي ځل له ۱۹۸۳ کال تر ۱۹۸۴ پورې او بیا له ۱۹۸۶ تر ۱۹۹۲ پورې د اسراییلو لومړی وزیر پاتې شوی دی.

خو د ۱۹۹۲کال په ټاکنو کې یې د ګوند له ماتې خوړلو وروسته، انتصابي غړی پاتې شو، او بیا په ۱۹۹۶ کال بیخي له سیاسي ډګره ووت.

نوموړي د خپل سیاسي واک پرمهال له فلسطيني خاورې د اسراییلو د وتلو مخالفت کاوه، او تل یې ټنیګار کاوه چې ګني دا "د اسراییلو خاوره" ده.

په وروستیو کلونو کې نوموړی له زهایمر ناروغۍ سخت وکړېده.

په پام کې ده چې اسحق شامیر د دوشنبې په ورځ د قدس په هرتزل غره هدیره کې د خپلې مړې شوې ښځې شولامیت قبر ته نژدې خاورو ته وسپارل شي.

شولامیت په ۲۰۱۱ کال ومړه.

په دغه هدیره کې ګڼ نور اسراییلي مشران هم خښ شوي دي.

ورته مطالب