پوځي قاضي نضال په زوره ږیرې خرییلو ته اړباسي

د خپريدو وخت: 08:18 گرینویچ - جمعه 07 سپتمبر 2012 - 17 وږی 1391
جگړن حسن نضال

جگړن حسن نضال د هغې پېښې له امله چې ١٣ کسان په کې وژل شوي و د پوليس په ډزو له ژوبلېدو وروسته له سينې کښته شل دى.

د امريکا د يوې پوځي محکمې قاضي هغه وگړي ته چې د تکزاس په يوې پوځي اډې کې د ديارلسو کسانو د وژنې تور ورباندې پورې شوى حکم کړى چې په خپله دې خپله ږيره وخريي گڼې په زوره به وخرېيل شي.

د ږيرې پريښول د امريکا د پوځي مقرراتو يا قاعدې خلاف دي او قاضي هم دا يوه پام اړونکې او د محکمې په بهير کې خنډ اچوونکې څنگزنه ننداره وبلله.

خو نضال حسن چې يو پوځي ارواح پوه دى وويل نوموړي خپله ږيره د اسلامي عقايد او باورونو سره سمه پريښې.

خو د پوځي محکمې قاضي وايي د ښاغلي نضال مدافع وکيل په دې تړاو د يوۀ ريښتوني مذهبې دليل په ثابتولو کې کې پاتې راغى.

د ښاغلي نضال مدافع وکيل استدلال کوي چې د موکل د ږيرې خرېيل به يې د هغه له مذهبي آزاديو نه سرغړاوى وي.

پر دغه پوځي اروا پوه تور پورې شوى چې د امريکا د تکزاس ايالت په فورت حوت پوځي اډه کې يې پر هغو سرتېرو ډزې کړي چې عراق او افغانستان ته يې د ورتگ تابيا کوله.

دغه پېښه په ٢٠٠٩ م کال کې را منځ ته شوه چې په ترڅ کې يې ديارلس تنه ووژل شول.

که که نضال حسن د محکمې له لوري پړ وبلل شي نو د مرگ له سزا سره به مخامخ وي.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .