امریکایان له مالي مخ پرځوړ حالته د وتلو هڅه کوي

د خپريدو وخت: 05:54 گرینویچ - دوشنبه 31 ډسمبر 2012 - 11 مرغومی 1391

د مشرانو جرګې خپله ځانګړې غونډه د دوشنبې تر وروستيو پورې ځنډولې ده.

د امريکا وېشل شوی کانګرېس د لګښتونو کمونو او ماليو زياتوالي مخنيوي په موخه وروستۍ هلې ځلې کوي، چې د جنورۍ له لومړۍ سره په اوتوماټيک ډول پيلېږي.

د امریکا په مشرانو جرګه کې د جمهوریت غوښتونکو او دیموکراتانو مشرانو د تېرې یکشنبې په ورځ (دسمبر ۳۰) د مالي کړکېچ د مخنیوي پروړاندې د ګډو هلو ځلو موافقه وکړه.

د مشرانو جرګې خپله ځانګړې غونډه د دوشنبې تر وروستيو پورې ځنډولې ده.

سياستوال زيار باسي چې د امريکا اقتصاد له هغه ځايه له لوېدو وژغوري چې مالي پاڼ بلل شوی، داسې يو بهير چې چې کېدی شي امريکا بېرته اقتصادي ځوړ ته ټېل وهي.

ولسمشر اوباما وويل ټول بايد پوه شي چې د منځني پوړ پر خلکو د ماليو لوړېدا مخنيوی بايد لومړيتوب وي:

''زموږ د سر لومړيتوب بايد د دې ډاډمنول وي چې د منځني پوړ کورنيو باندې ماليې لوړې نه شي. دا لوړېدا به زموږ اقتصاد ته بد زيان ورسوي.

موږ دا کولی شو، ديموکراتان او جمهوري غوښتونکي دواړه وايي نه غواړي پر منځځني پوړ کورنيو ماليې لوړې شي.

پر دې مو ټول يوه خوله يوو، که داسې وکړی شو، له مالي پاڼ موږ لرې کوي، او د ناوړه پايلو مخنيوی کوي.''

دغه حالت د هغې هوکړې له امله راغلی چې په ۲۰۱۱ کال کې د جمهوريت غوښتونکيو او ډيموکراټانو ترمنځ شوې وه او د ۲۰۱۲ کال تر پايه يې د لګښتونو په تړاو پرېکړې ځنډولې وې.

په مشرانو جرګه کې د ډېرکیو دیموکراتانو مشر هیري ریډ وویل، "له ۳۶ ساعتونو راهیسې زموږ خبرې روانې دي... د جمهوریت غوښتونکو له لوري د وړاندیز شوې بودیجې په اړه موږ د رد هڅه وکړه."

ښاغلي ریډ زاته کړه چې "خو موږ په دې کار بریالي نه شوو. څو ځلې مې له ولسمشر بارک اوباما سره په دې اړه وکتل، خو هېڅ کوم بدل وړاندیز نه لرو."

په دې اړه نور مطالب

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .