test

د خپريدو وخت: 06:51 گرینویچ - جمعه 04 جنوري 2013 - 15 مرغومی 1391
ملا نذیر

ملا نذیر له درو مرګونو بریدونو روغ رمټ وتلی، خو په څلورم کې ووژل شو.

د جنوبي وزیرستان په "سره کنډو" سیمه کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې له نهو نورو سخت دریځو سره ووژل شو.

ملا نذیر د ۲۰۰۷ کال په مارچ کې هغه مهال له خپل اصلي ټاټوبي واڼه څخه وتلو ته اړ شو، چې هلته د ازبک سخت دریځو ضد عملیات پیل شول.

د دغه کال د مارچ میاشتې په عملیاتو کې د دیارلسو ولسي وګړو په ګډون تر دېرشو ډېر کسان ووژل شول.

ملا نذیر د قبایلو له کاکاخېلو سره تړاو درلود، چې په واڼه کې یوه معتبره کورنۍ ده.

له واڼه څخه د ازبک سخت دریځو تر ایستلو وروسته، ملانذیر جنوبي وزیرستان ته ولاړ او هلته د یوې ډلګۍ مشر وټاکل شو، چې د احمدزیو وزیرو پوره ملاتړ ورسره و.

د عبدالسلام زوی ملا نذیر په برمل کې اوسېده، نهه دېرش کلن ملانذیر لومړنۍ زده کړې د انګور اډې په برمل کې کړي دي او بیا د واڼه په دارالعلوم کې شامل شوی دی.

خو نوموړي هغه مهال دارالعلوم پرېښود، چې امریکا پر افغانستان یرغل وکړ.

ملا نذیر په افغانستان کې د شمالي ټلوالې پرضد د طالبانو له لیکو سره یوځای شو.

نوموړی په جنوبي وزیرستان کې ډېر وخت په افغانستان کې بریدونه څارل.

حکومتي سرچینې او عام خلک وايي، چې ملا نذیر هغه سړی ، چې پاکستان کې یې تاوتریخوالی نه غوښت، خو په افغانستان کې د ګډوډۍ او بریدونه لپاره ډېر لېواله و.

دا چې ملا نذیر په قبایلي سیمو کې د ازبک اورپکو ملاتړی و، همدا وو چې د عامو خلکو له نظره یې ځان پټ ساته، او د امریکا څارګرې ادارې یې د وژلو هڅې کولې.

که څه هم ملا نذير له حکومت سره ظاهراً د سولې په اړه کوم تړون نه و لاسلیک کړی، خو له حکومت سره د وزیرو احمدزیو قبایلو تړون د ملا نذیر د تړون په نامه یادېده.

ددغه تړون په اوږدو کې د ملا نذیر او پاکستاني امنیتي سرتېرو ترمنځ سختې نښتې وشوې، چې دواړو خواوو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.

د طالبانو سرچینو ویلي وو، چې د ملا مذیر د دلې او د پاکستاني طالبانو د تحریک ترمنځ اختلافات وو، او ویل کېدل، چې سیمه ییزې ادارې هم د دواړو ډلو ترمنځ د اختلافاتو د رامنځ ته کولو هڅې کولې.

ملا نذیر دوه ځلې د امریکا د څارګرې الوتکې له بریده روغ رمټ وتلی دی، او یو ځل پرې ځانمرګی برید شوی و.

"ملا نذیر پنځه وروڼه لرل، چې تر ټولو کشر یې حضرت عمر نومېده، چې تر ملا نذیر مخکې د امریکا د څارګرو الوتکو په یوه برید کې وژل شوی دی."

د ۲۰۱۱ کال د نومبر پر ۲۹، په واڼه کې پر ملا نذیر ځانمرګی برید وشو، چې وسله والو یې دا پر هغه درېیم ځانمرګی برید بللی و.

د تېر ۲۰۱۲ کال په جون کې، ملا نذیر په جنوبي وزیرستان کې د ګوزڼ ضد واکسین بند کړل.

ملا نذیر به ویل، چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په بریدونو کې تر ډېره ماشومان، ښځې او ولسي وګړي وژل کېږي، چې د شپې مهال الوتنو یې ګڼو ولسي خلکو ته دماغي ناروغۍ پیدا کړې دي.

ملا نذیر پنځه وروڼه لرل، چې تر ټولو کشر یې حضرت عمر نومېده، چې تر ملا نذیر مخکې د امریکا د څارګرو الوتکو په یوه برید کې وژل شوی دی.

خو ویل کېږي، چې درې نور وروڼه یې له طالبانو او یا نورو سخت دریځو اورپکو سره هېڅ تړاو نه لري.

له ملا نذیر اوس یوه کونډه ښځه او دوه کلن زوی پاتې دي.

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .