مشرف د ټاکنو لپاره پاکستان ته ستنېږي

د خپريدو وخت: 06:34 گرینویچ - شنبه‬ 23 مارچ 2013 - 03 وری 1392

مشرف د مخکنۍ لومړۍ وزیرې بېنظیر بوټو په وژنه کې د ښکېلتیا له کبله ملامت پېژندل شوی.

د پاکستان مخکني پوځي مشر جنرال پروېز مشرف ویلي، چې د راتلونکو ټاکنو لپاره - چې په راتلونکې مې میاشت کې کېږي- د ګډ،ن لپاره هېواد ته ستنېږي.

د هغه وکیلانو ویلي، چې نوموړی به د روانې مارچ میاشتې په وروستیو کې هېواد ته ستون شي.

مشرف ویلي، چې خپل ژوند ته د هر ډول متوجه خطر پر وړاندې به مبارزه وکړي.

پروېز مشرف په دبۍ کې د فرانسې له خبري اژانس څو ساعته وروسته تر هغو غږېدلی، چې د پاکستان محکمې ورته له ځینو قضايي قضیو مصونیت ورکړ.

پروېز مشرف

  • د ۱۹۴۳ اګست پر ۱۱ د هند ډیلي کې زیږېدلی
  • ښځه او دوه ماشومان لري
  • ۱۹۶۱ کال د پاکستان پوځي اکاډیمۍ کې شامل شوی
  • د ۱۹۶۵ کال هند ضد جګړه کې یې برخه اخیستې
  • د برتانیا شاهي دفاعي کالج کې یې زده کړې کړې
  • ۱۹۹۸ کال کې د جنرالۍ رتبې ته ورسېد
  • ۲۰۰۸ راهیسې یې تر ډېره برتانیا کې د تبعید وخت تېر کړی
  • اټکل دی، چې له دې مودې وروسته یې د نړۍ ګڼو برخو کې د ویناوو له لارې زرګونه ډالر ترلاسه کړي

همدا وه، چې هېواد ته د نوموړي د ستنېدو لپاره لار هواره شوه.

نوموړی ټیک پنځه کاله له هېواده بهر و، خو د ستنېدو په صورت کې د نیول کېدو له وېرې نه راتله.

مشرف د مخکنۍ لومړۍ وزیرې بېنظیر بوټو په وژنه کې د ښکېلتیا له کبله ملامت پېژندل شوی.

بېنظير بوټو د ۲۰۰۷ د دسمبر پر ۲۷ راولپنډۍ کې د انتخاباتي کمپاین پرمهال په ډزو ووژل شوه.

شنونکي وايي، اوس د ښاغلي مشرف د ګوند ټول زور اوبه شوی، او ښايي په راتلونکو ټاکنو کې ډېرې رایې وانه شي اخیستی.

د هغه مسلک لیګ ګوند شاید په راتلونکي پارلمان کې یوازې دوې څوکۍ وګټي.

مشرف، چې دا مهال په دبۍ کې دی، ویلي "پر راتلونکې یکشنبې به هېواد ته ستون شم، د ځمکې یا سمندر او یا هم د هوا له لارې ستنېږم، که هر ډول ګواښ وي، ستنېږم به، دا مې له هېواد سره ژمنه کړې ده".

مشرف په ۱۹۹۹ کال هغه مهال چې د پوځ لوی درستیز و، د یوې پوځي کودتا له لارې ولسمشرۍ ته ورسېد، بیا د ۲۰۰۸ کال په اګست کې استعفا ورکولو ته اړ شو، او له پاکستانه ووت.

د هغه په پرځېدو سره، د بېنظير بوټو مېړه اصف علي زرداري د هېواد ولسمشر شو.

په دې اړه نور مطالب

تړلي موضوعات

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .