مشرف د بینظیر بوټو وژنې مهمو شکمنو کې شامل شو

Image caption راولپنډۍ کې د ترهګرۍ ضد محکمې قاضي امر کړی، چې مشرف باید د جولای په دویمه محکمې ته وړاندې شي.

پاکستاني څارنوالانو پخواني پوځي ولسمشر پرویز مشرف د دغه هېواد د پخوانۍ لومړۍ وزیرې بینظیر بوټو د وژنې قضیې په مهمو شکمنو کسانو کې شامل کړ.

پاکستان کې د بي بي سي خبریال وايي، د فدرالي څارنوالۍ ادارې" ایف ای اي " چارواکو ویلي، پخواني ولسمشر د بینظیر بوټو وژنې د څېړنې پر مهال و نه توانید، ځان بې ګناه ثابت کړي.

راولپنډۍ کې د ترهګرۍ ضد محکمې قاضي امر کړی، چې مشرف باید د جولای په دویمه محکمې ته وړاندې شي.

محکمې پولیسو ته هم امرکړی، چې محکمې ته د نوموړي راوستلو پر مهال د هغه خوندیتوب ته بشپړ پام وکړی او کلک امنیتي تدبیرونه ونیسي.

څارنوالانو د مشرف ضد څېړنې د یوه امریکايي سړي مارک سیګل د څرګندونو پر بنسټ کوی.

نوموړی امریکايی وايي، بینظیر بوټو ورته ویلي و، که کوم زیان ورته ورسېد، نو مسوولیت به یې د مشرف پر غاړه وي.

پرویز مشرف دا مهال خپل هغه بڼ کې نظر بند ساتل کېږي، چې اسلام اباد ته څېرمه موقعیت لري.

نوموړی د بلوڅ مشر نواب اکبر بګټي د وژنې قضیه کې نظر بند دی.

د مشرف واکمنۍ پر مهال حکومت د پاکستاني طالبانو مشر بیت الله مسېد د دې وژنې مهم طراح بللی وو. دغه قضیه کې د جنوبي وزیرستان پنځه کسه اوسېدونکي فراریان بلل شوي دي.

ورته مطالب