نوي ډیلي ډله ییز جنسي تېري کې څلور مجرمین وګڼل

هند
Image caption هند تېر مارچ کې د جنسي تېري پروړاندې نوي قوانین جوړ کړل.

د هند پلازمېنې نوي ډیلي کې یوې محکمې هغه څلور کسان مجرمین ګڼلي، چې په تېر دسمبر کې یې پر یوې محصلې ډله ییز جنسي تېری کړی و او بیا وروسته د ټپونو له کبله مړه شوه.

د یادې قضیې له امله په هند کې څو ورځې تاوتریخجنې مظاهرې وشوې او په پایله کې یې د جنسي تېري پر وړاندې نوي قوانین جوړ شول.

پر یادې درویشت کلنې مېرمن په یوه بس کې برید شوی و او وروسته د ور رسېدلو ټپونو له امله مړه شوه.

تېره اونۍ په همدغه قضیه کې یو تنکی زلمی تورن په درې کاله بند محکوم شو. د دغې قضیې شپږم تورن کس په مارچ میاشت کې په زندان کې مړ موندل شوی و.

د دغو څلورو پړو کسانو د مرګ د سزا امکان هم شته.

اعدام

په پام کې ده، چې د دغو تورنو په حق کې د چارشنبې په ورځ پرېکړه وشي.

د هند حکومت تېر مارچ کې د داسې جنسي تېري مجرمینو ته د اعدام سزا نوي قوانین وضع کړل، چې قرباني شوی یې له کبله ومري.

په دغو قوانینو کې دا هم راغلي، که چېرې قرباني شوی ورک شي، او تورن وموندل شي، باید اعدام شي، خو هند کې یې عملي کول ډېر کمساري دي.

په نویو قوانینو کې هغه کسان هم مجرمین ګڼل کېږي، چې نورو جنسي تېری کوونکو ته په کتلو سره له جنسي تېریو او جنسي اعمالو خوند اخلي.

د تېر اګست پر ۳۱ مه هم محکمې پر هغه یوه ځوان د درېیو کلونو بند سزا وخېژوله، چې په جنسي تېري کې یې لاس درلود.

خو په تېر مارچ کې بیا په جسني تېري پنځم بندي زندان کې د ننه مړ وموندل شو.

چارواکو وویل، چې هغه خپل ځان وژلی، خو کورنۍ یې وايي، چې هغه وژل شوی دی.

د تېرو څو کلنو را په دې خوا د ښځو پر وړاندې د جرمونو په زیاتېدو سره په ټول هندوستان کې دا غوښتنه کېږي چې په ټولنه کې باید د ښځو ښه ساتنه وشي.

ورته مطالب