"اقلیم ساینس پوهانو مخ په ودې هېوادونه هیر کړي"

د انځور حقوق Xinhua
Image caption د رپوټ په افشا شوې مسودې کې د اقليم ساينسپوهانو ليکلي دي چې د ١٧٥٠ او ١٩٧٠ کلونو پورې د خپرو شویو شين کوریزو غازو اندازه شاوخوا ٩٠٠ ميليارده ټنه وه.

د اقليم ساينسپوهان چې برلين کې غونډه کوي د مخ پر ودې هېوادونو نظريو ته پر نه پام تورن شوي دي.

دوى د ځمکې د خظرناکې تودوخې د مخنيوي په موخه د کاربن غازو د خپرېدا کمولو په برخه کې يوه مهم رپوټ خپرولو ته چمتو کوي.

په احتمالي ډول به دوى دا وايي که تر ٢٠٣٠ کال پورې په دې برخه کې مهم گامونه اوچت نه شي نو د تودوخې درجه به په چټکۍ سره پورته شي.

خو د رپوټ يوه مخکښ ليکوال بي بي سي ته وويل چې د کاربن داى اکسايد د خپرېدا کمولو ته پاملرنه د بي وزلو هېوادونو پرمختيا له پامه غورځولو په مانا ده.

د رپوټ په افشا شوې مسودې کې د اقليم ساينسپوهانو ليکلي دي چې د ١٧٥٠ او ١٩٧٠ کلونو پورې د خپرو شویو شين کوریزو غازو اندازه شاوخوا ٩٠٠ ميليارده ټنه وه.

خو کله چې تاسو ١٧٥٠ او ٢٠١٠ کلونو په موده کې خپاره شوي غازونه اندازه کړي نو ٢٠٠٠ ميليارده ټنه کاربن داى اکسايدو ته رسېږي.

رپوټ کې داهم راغلي دي چې ٢٠٠٠ او ٢٠١٠ کلونو په موده د غازو خپرېدا هر کال ٢،٢ سلنه وده کړې، په داسې حال کې چې د ١٩٧٠ او ٢٠٠٠ کلونو په پړاو کې دغه وده يوازې ١،٣ سلنې وه.

د دوه سانتي گېرد څخه د ځمکې د تودوخې درجې د ودې کچې د ښکته ساتلو تر ٢١٠٠ کال پورې به په فضا کې د کاربن داى اکسايد په يو ميليون کې٤٣٠ او ٤٨٠ برخې وي.

وړاندوينه دا ده چې ترې ٢٠٣٠ کال پورې به په فضا کې د کاربن داى اکسايد په يو ميليون کې ٤٣٠ برخې ته ورسېږي چې له همدې کبله رپوټ په چټک ډول د کاربن داى اکسايد د خپرېدا پر کمېدو ټينگار کوي.

رپوټ وايي راتلونکې کې مخ په ودې هېوادونو کې به د غازو د خپرېدا وده ډېره وي.

همدا به په برلين کې د غونډې د بحث موضوع وي چې څنگه او په څه ډول د ځمکې د خطرناکه تودوخې مخه ونيول شي؟

تمه کېږي چې پرمختللي هېوادونه به ووايي له ٢٠٠٥ کال نه پيل تر٢١٠٠ کال پورې غځېږي چې ډېر غاز به مخ په ودې هېوادونو کې خپرېږي.

که څه هم چې رپوټ د نړۍ د تودوخې لارې چارې په گوته کوي خو منتقدين وايي دغه رپوټ د مخ په ودې هيوادونو د نظريو څرگندويي نه کوي ځکه چې د رپوټ په ليکلو کې د دغو هېوادونو په استازيتوب چا برخه نه ده اخيستې.

خو د اقليم ساينسپوهان وايي دوى هڅه کوي چې مخ په ودې هېوادونه هم په دې کې ښکيل کړي.