د سعودي عربستان پاچا د سږو پړسوب پر ناروغۍ اخته دی

د انځور حقوق AFP
Image caption نوموړی چې په ۲۰۰۵ کال کې د پاچاهۍ څوکۍ ته ورسېد په وروستیو کلونو کې یې روغتیايي حالت څو ځلې خراب شوی دی.

سعودي چارواکو ویلي د سعودي عربستان پاچا عبدالله د سږو د پړسوب (نمونیا) پر ناروغۍ اخته دی او د یوه ټیوب په مرسته ساه اخلي.

پاچا عبدالله چې ویل کېږي نږدې ۹۰ کاله عمر لري، د چارشنبې پر ورځ صحي معایناتو لپاره روغتون ته لېږدول شوی و.

نوموړی چې په ۲۰۰۵ کال کې د پاچاهۍ څوکۍ ته ورسېد په وروستیو کلونو کې یې روغتیايي حالت څو ځلې خراب شوی دی.

له پاچا عبدالله نه وروسته به ولیعهد شهزاده سلمان چې عمر یې له ۷۰ اوښتی پاچا کېږي خو په دې اړه ځینې پوښتنې لا هم نه دي ځواب شوي.

په تاریخي ډول د پاچاهۍ څوکۍ د سعودي عربستان بنسټ اېښودونکي ابن سعود له زامنو سره پاتې خو اوس یې کم شمېر ژوندي پاتې دي.

تېر کال پاچا عبدالله د واک لېږد د اسانتیا په موخه د یوه بې ساري ګام له مخې خپل کشر ورور شهزاده مقرن د مرستیال ولیعهد شهزاده په توګه وټاکه.

په داسې حال کې چې منځنی ختیځ د بېساري ناکرارۍ سره مخ دی، سعودي عربستان کې د واک لېږد ستونزې او منظم انتقال له پخوا نه ډېر اهمیت موندلی.

سعودي عربستان یو لوی او بانفوذه هېواد او د اسلام د دوو ډېرو سپېڅلو ځایونو ساتونکی دی چې ځان د نړۍ د ټولو سنیانو مشر بولي.

سعودي عربستان د سنیانو په دې هڅه کې یو مهم لوبغاړی دی چې غواړي په منځني ختیځ کې د شیعه ایران د نفوذ مخه ونیسي.

او د نړۍ د تېلو یو ستر تولیدونکی هم دی.

اوس یوه فرضیه دا ده چې د ولیعهد د مرستیال مقام ته د شهزاده مقرن لوړتیا ښايي په دې معنا وي چې په خپل وخت کې به هغه د سعودي د بنسټ ایښودونکي پاچا وروستی زوی وي چې پر تخت باندې به کیني.

په تیر وخت کې دوه ولیعهد شهزاده ګان، سلطان او نایف، پاچاهي ته د رسیدو نه وړاندې مړه شوي دي. پاچا عبدالله بوډا اوناروغه دی، ولیعهد شهزاده سلمان هم ۷۸ کلن او روغتیايي ستونزې لري.

اوس به د سعودي خلک دا اټکلونه کوي چې د ابن سعود له زامنو وروسته به د هغه کوم لمسي په راتلونکي کې د مشرتابه لپاره ټاکل کېږي.

په دې هکله د هغه مشهور متل یادول پرځای دي چې وايي هغه کسان چې ډیر غږیږي له هیڅ شي خبر نه دي او هغه چې خبر دي هیڅ نه غږیږي.

ورته مطالب