د برېښنالیک مخترع رې ټاملینسون ومړ

ټاملینسون د انځور حقوق AFP
Image caption ټاملینسون وايي په یاد یې نه دي چې لومړی برېښنالیک یې څرنګه واستاوه.

د برېښنالیک مخترع رې توملینسون د ۷۴ کلونو په عمر د زړه د ناروغۍ له کبله مړ شوی. دغه امریکايي پروګرامر په ۱۹۷۱ کال له یوې شبکې نه بلې ته د پیغام استولو فکر وکړ، همدا وو چې برېښنالیک یې جوړ کړ.

هغه شرکت "ریتیون" چې نوموړی کار پکې کاوه، وویل، رې د یکشنبې په ورځ ومړ، خو د مړینې په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.

رې د برېښنالیک د سرلیکونو لپاره "@" نښه وکاروله، چې تر اوسه پرې برېښنالیکونه استول کېږي.

ټاملینسون د امریکا بوسټن ښار کې له خپل دفتره لومړی ایمېل واستاوه.

نوموړي په "ارپانیټ" انټرنېټي شرکت کې مهم رول لوبولی دی.

ده وروسته وویل، په زړه یې نه دي چې لومړی ایمیل یې څرنګه استولی، چې وايي "بیخي مې هېر شوی دی".

په ۲۰۱۲ کال ټاملینسون ډېر ونازول شو.

نوموړي ته ډېرې جایزې او نښانونه هم ورکړل شول.

اسوسټېډې پرېس خبري آژانس د نوموړي د کاري ملګرو له خولو لیکلي، هغه یو متواضع او ډېر خاکساره سړی و.

د انځور حقوق AP
Image caption اسوسټېډې پرېس خبري آژانس د نوموړي د کاري ملګرو له خولو لیکلي، هغه یو متواضع او ډېر خاکساره سړی و.

ورته مطالب