"کرزي د بلوچستان په اړه د مودي د څرګندونو ملاتړ کړی"

د انځور حقوق AFP
Image caption پخواني ولسمشر کرزي له هنده غوښتي له افغانستان سره خپلو پوځي مرستو ته په ټولو برخو، د وسلو او وسایلو سمبالښت او روزنه کې دوام ورکړي.

د هند چاپ هندو ورځپاڼې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د یوې ځانګړې مرکې له ټکو، سرلیک لیکلی چې کرزي د بلوچستان په هکله د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي د څرګندونو ملاتړ وکړ.

پخواني ولسشمر کرزي هندو ورځپاڼې ته ویلي چې "پاکستاني چارواکو هر وخت ځان ته حق ورکړی چې په آزادانه ډول د افغانستان او هند په هکله وغږېږي، خو دا لومړی ځل دی چې لومړی وزیر مودي د بلوچستان په اړه غږېدلی".

ښاغلي کرزي په دغې مرکې کې په محتاطانه ډول د پاکستان د هغو تورونو ځواب ورکړی چې ګواکې هند د افغانستان له لارې د بلوچستان ناامنه کولو ته لمن وهي.

هغه هندو ورځپاڼې ته ویلي "زه فکر نه کوم چې هند دې د نیابتي جګړې نیت ولري ځکه چې د دغه هېواد عادت دی چې سوله ییز ګاونډیتوب غوره کوي".

ورځپاڼې د ښاغلي مودي له څرګندونو د ملاتړو له ډلې، د بنګلادیش د اطلاعاتو وزیر حسن الحق ینو نوم هم اخیستی.

ورځپاڼې د ښاغلي کرزي له قوله لیکلي چې "بلوچستان کې خلک حکومتي چوکاټ کې له وده ورکړل شويو افراطیانو ځورېږي، نو ځکه د دوی اندېښنو ته باید پام واړول شي او وویل شي".

له موقع په استفادې ښاغلي کرزي امریکا هم په دې ګرمه بللې چې له پاکستانه یې پخوا ملاتړ کړی او د ده د ولسمشرۍ پر مهال یې هند دې ته پرېنښود چې له افغانستان سره پوځي مرستې وکړي.

تېره اونۍ افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو مشر جنرال جان نیکولسن ډهلي ته د سفر په ترڅ کې له هند وغوښتل چې له افغانستان سره خپلې پوځي مرستې چې نوې یې پیل کړي، روانې وساتي.

ښاغلي کرزي د جنرال نیکولسن همدې سفر ته په اشاره ویلي چې امریکا په دې وروستیو کې خپل موقف بدل کړی.

پخواني ولسمشر کرزي له هنده غوښتي له افغانستان سره خپلو پوځي مرستو ته په ټولو برخو، د وسلو او وسایلو سمبالښت او روزنه کې دوام ورکړي.

ورته مطالب