د تایلنډ پاچا د ۸۸ کلونو په عمر ومړ

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
په دې وروستیو کې د پاچا روغتیا ښه نه وه او عامه ځایونو کې ډېر نه څرګندېده.

د تایلنډ پاچا پوميپون داني-ادی چې نړۍ کې یې د نور ټولو پاچاهانو په پرتله د اوږدې مودې لپاره واکمني وکړه، له ۷۰ کلنې پاچاهۍ وروسته مړشو.

تایلنډیانو خپل ۸۸ کلن پاچا ته ډېر درناوی درلود.

د عکسونو البوم: د تایلنډ پاچا پوميپون ژوند

له یو لړ سیاسي کرکېچونو او څو کودتاوو وروسته، ده ته د ثبات راوستونکي کس په سترګه کتل کېدل.

په دې وروستیو کې د پاچا روغتیا ښه نه وه او عامه ځایونو کې ډېر نه څرګندېده.

د انځور حقوق AFP
Image caption د یکشنبې په ورځ شاهي ماڼۍ وویل چې د پاچا روغتیايي حالت "ښه نه" دی.

پاچا داسې مهال ومړ چې ۲۰۱۴ زېږدیز کال کې له کودتا وروسته، د تایلنډ واکمنه اداره پوځي وه.

د یکشنبې په ورځ شاهي ماڼۍ وویل چې د پاچا روغتیايي حالت "ښه نه" دی.

ډېرو تایلنډیانو د پاچا د روغتیا په هیله، ګلابي رنګونه اغوستي ول چې د دوی عقیده بختور دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د څو کودتاوو او شل اساسي قانونونو په اوږدو کې، ده ته خلکو د متحدوونکې څېرې په سترګه کتل

په سلګونو پلویان یې له هغه روغتونه د باندې راټول شوي وو چې د ده درملنه په کې کېده.

د شاهي ماڼۍ خبرپاڼې کې راغلي وو چې "اعليحضرت د سریراج روغتون کې په کرارۍ ساه ورکړه".

ټاکل شوې ده چې پارلمان د تایلنډ پر وخت د شپې پر ۹ بجو یوه ځانګړې غونډه ترسره کړي.

د یووالي پاچا

ظاهراً د پاچا پوميپون ځای ناستی ۶۳ کلن شهزاده ویجي-رالونګ-کورن دی چې د خپل پلار په شان پر خلکو نه دی ګران.

د تایلنډ د شاهي کورنۍ لپاره د ځانګړي قانون پر بنسټ عام ځایونو کې د پاچا د ځای ناستي په اړه د خبرو کولو سزا، اوږد مهالی بند دی.

پاچا پوميپون داني-ادی د امریکا د متحده ایالتونو د ماسېچوست ایالت کېمبرېج سیمه کې زېږېدلی ؤ.

وروسته له دې چې ورور یې پاچا اناندا ماهیدول ومړ، بومېبول د ۱۹۴۶ کال د جون پر نهمه د هغه ځای ناستی شو.

د انځور حقوق AFP
Image caption نړۍ کې د نور ټولو پاچاهانو په پرتله پوميپون د اوږدې مودې لپاره واکمني وکړه

سره له دی چې د پاچا داني-ادی واکمني مطلقه نه وه، ده ته تایلنډیانو د نیمه روحاني کس په سترګه کتل.

د څو کودتاوو او شل اساسي قانونونو په اوږدو کې، ده ته خلکو د متحدوونکې څېرې په سترګه کتل.

له ده خلکو تمه درلوده چې ډېرو جنجالي وضعیتونو کې د آوارۍ لپاره را وړاندې شي.

له دې ټولو سره سره، پر ده نیوکې شته چې د پوځي واکمنیو ترشا درېده او ځینې وختونه د بشري حقونو د ترپښو لاندې کېدو پر وړاندې غلی پاتې کېده.