د نایجیریا ولسمشر ته خپلې مېرمنې د رایې نه ورکولو خبرداری ورکړی

د انځور حقوق AFP
Image caption محمدو بوهاري او د هغه مېرمن عایشه بوهاري - مېرمن بوهاري وویل یو شمېر کسان یې له مېړه راتاو دي او دولتي ګومارنې د همغوی په مشوره او فشار کېږي

د نایجیریا د ولسمشر مېرمنې عایشه بوهاري له خپل مېړه نه سیاسي ملاتړ په دولتي چارواکو کې بدلون راوستو پورې تړلی دی.

مېرمن بوهاري د نایجیریا پلازمېنه ابیجا کې د بي بي سي له خبریال سره مرکه کې خبرداری ورکړ که ولسمشر د کابینې غړي بدل نه کړي او ښه کسان یې پرځای ونه ګوماري، په راتلونکو ټاکنو کې به ورته رایه ورنکړي.

د ولسمشر مېرمنې د خپل مېړه شاوخوا کسان تورن کړل چې هغه یې "یرغمل کړی" او زیاته یې کړه چې د مهمو دولتي ګومارنو پرېکړه د "کم شمېر کسانو" په مشورې او فشار کېږي.

محمدو بوهاري تېر کال له فساد او په دولتي ګومارنو کې له خپلوۍ پالنې سره د مبارزې له ژمنې سره ولسمشر وټاکل شو او د هغه د مېرمنې ښکاره نیوکه به په نایجیریا کې ښه انعکاس ونه لري. نایجیریا کې د بي بي سي خبریال په وینا، دا خبرې له ولسمشر نه د ګوند او دولت په لوړو کچو او ان خپلوانو کې ژوره نارضایتي ښيي.

ښاغلي بوهاري د خپلې ولسمشرۍ د پيل پرمهال ویلي و چې "زه ټولو پورې تړلی یم، د هېچا په انحصار کې نه یم."، خو د مېرمنې څرګندونې یې چې وایي لږ شمېر کسانو هغه راچاپېر کړی له دې ژمنې سره تضاد ښيي.

عایشه بوهاري بي بي سي ته وویل، "ولسمشر د ۵۰ کسانو له ډلې چې پر لوړو دولتي څوکیو یې ګومارلي ۴۵ تنه یې په سمه توګه نه پېژني او زه هم چې ۲۷ کاله کېږي د هغه مېرمن یم، هغوی نه پېژنم." هغې زیاته کړه، کوم کسان چې د "ال پروګریسیف ګانګرس" یعني د ولسمشر ګوند هم نه مني د همغو "یو شمېر کسانو" د نفوذ له لارې پر مهمو سیاسي څوکیو ګومارل شوي.

مېرمن بوهاري وویل؛ د هغې د مېړه لخوا ډېر ګومارل شوي کسان د دغو څوکیو لپاره لازمه مخینه نه لري. هغې زیاته کړه، "ځینې کسان دي چې خپلو کورونو کې یې یوه پښه پر بلې اړولې او ټېلفون ته په تمه دي چې څوک پرې غږ کړي چې پر یوه وزارت یا د دولتي ادارې رییس وټاکل شي." هغې دې پوښتنې ته په ځواب کې چې د څومره کسانو نومونه یادولی شي وویل؛ "کله چې تلویزیون ګورئ، هغوی کتلی شئ."

په دې اړه چې ایا ولسمشر عملا د هېواد چارې مخته وړي کنه عایشه بوهاري وویل، "خلک باید په دې اړه نظر ورکړي." هغې وویل، مېړه یې هغې ته نه دي ویلي چې د ۲۰۱۹ کال ټاکنو کې بیا هم درېدل غواړي کنه.

د نایجیریا د ولسمشر مېرمنې وویل: "زه یې چې مېرمنه یم تراوسه په دې تړاو معلومات نه لرم او که وضعیت همداسې مخته لاړ شي، د ۲۰۱۹ کال ټاکنو کې به یې په ګټه تبلیغ ونه کړم او د تېر په څېر به له ښځو ونه غواړم هغه ته رایه ورکړی. هېڅکله به هم داسې ونه کړم."

د نایجیریا ولسمشر مېرمنې د اوسني حکومت د "لاسته راوړنو" په تړاو ددغه هېواد شمال ختیځ کې د امنیتي وضعیت ښه والي ته اشاره وکړه چې د بوکوحرام اسلامپالې توندلارې ډلې د فعالیت مرکز دی. د بوکوحرام ډلې وسله وال فعالیت په ۲۰۰۹ کال کې پیل شو او په دې موده کې پر دولتي ځواکونو پر بریدونو سربېره یې د ولسي وګړو پروړاندې په ځانګړې توګه د نورو دینونو پر پیروانو له تاوتریخوالي ډک ګامونه پورته کړي.

عایشه بوهاري وویل؛ "نور څوک شکایت نه لري چې بوکوحرام یې پر کور برید کړی او خوشبختانه هرڅوک کولی شي ازادانه خپله خبره وکړي، خپل عبادتځای ته لاړ شي او حتی د مایدوګوري ماشومان هم ښوونځیو ته ستانه شوي." د مایدوګوري ښار د بوکوحرام ډلې اصلي مرکز بلل کېږي.

ورته مطالب