ډونلډ ټرمپ: د جنسي ځورونو تورونه زما د تخریبولو لپاره د پروګرام یوه برخه ده

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټرمپ د جنسي ځورونو تورونه د نوموړي د تخریبولو لپاره د پروګرام یوه برخه بولي.

د امریکا د ولسمشرۍ تاکنو جمهوريپال نوماند ډونلډ ټرمپ وايي، د متحده ایالتونو په تاریخ کې د تر ټولو ستر سیاسي تخریب قرباني دی.

پر ښاغلي ټرمپ د ښځو د جنسي ځورونې د څو نویو تورونو په لګېدلو پسې نوموړي د خپلو پلویانو په غونډه کې دا تورونه "سل په سله" رد کړل او ویې ویل، دا تورونه د ده(ټرمپ) د تخریبولو د پروګرام یوه برخه ده.

د ښاغلي ټرمپ مرستیال مایک پنس تېره ورځ وویل "د کلنټن سیاسي ماشین" له ریښتونو سیاسی مسلو د ذهنونو د کږولو لپاره درواغو او تورونو ته مخه کړې ده.

د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته له یوې میاشتې لږ وخت پاتې دی او ډونلډ ټرمپ په څو مهمو ایالتونو کې د ډیموکرات ګوند له نوماندې او خپلې سیالې شاته پاتې دی.

د انځور حقوق Rex Features
Image caption ټرمپ د امریکا ټاکنو کې د لاسوهنې او درغلۍ خبره کوي.

د سامر زورس په نوم یوې مېرمن په وروستیو کې ډونلډ ټرمپ پر جنسي ځورنه تورن کړی او ویلي یې دي، ښاغلي ټرمپ یوه لسیزه وړاندې د امریکا د بورلي هېلز په یوه هوټل کې "هڅه وکړه چې په زور ځان ور سره ولګوي"

له دې مخکې هم پر دغه جمهوريپال نوماند ورته تورونه لګېدلي، خو نوموړي دا خبرې رد کړې او هغه یې "سراسر درواغ" بللې دي.

ډونلډ ټرمپ خپلو پلویانو ته په وینا کې یو ځل بیا پر رسنیو نیوکه وکړه او ویې ویل "رسنۍ چې کوم کار کوی، په سیستم کې لاسوهنه ده، ټاکنې لاس وهل شوی دی".

* کلنټن او ټرمپ د خپلې روغتیا رپوټ ورکړ

* پر هېلیري او بېل کلنټن د ټرمپ ګوزارونه

دا لومړی ځل نه دی چې ښاغلی ټرمپ د امریکا په ټاکنو کې د لاسوهنې او درغلۍ خبره کوي.

په لومړۍ مناظره کې له هغه پوښتنه وشوه چې د ټاکنو پایله به ومني، ځواب یې مثبت و، خو له مناظرې وروسته یې څو ځلې د هېلیري کلنټن په ګټه د ټګۍ برګۍ مسله پورته کړه.

تېره ورځ د امریکا و لسمشر بارک اوباما د ولسمشرۍ لپاره د ښاغلي ټرمپ وړتیا له پوښتنې سره مخ کړه او ویې ویل، نوموړی هغسې پوهه، چلند او شخصیت نه لري، چې د یو ولسمشر لپاره پکار دی.