اسټرالیايي زدکوونکو ته د "نارینه حقونو" زدکړې پروګرام له نیوکو سره مخ دی

د انځور حقوق Thinkstock
Image caption دا پروګرام راتلونکی کال په ټولو ښوونځیو کې اجباري کیږي.

د اسټرالیا په یوه ایالت کې داسې ښوونیز پروګرام پیل شوی چې موخه یې د جنسیتي کلیشو او د کورني تاوتریخوالي د رېښو له منځه وړل دي.

راتلونکی کال به د اسټرالیا د وکټوریا ایالت په ټولو ښوونځیو کې د "درناوي اړیکو" په نوم دا نصابي پروګرام اجباری وي.

دا پروګرام به له زدکوونکو سره مرسته وکړي چې پر ټولنیزې ناانډولۍ، د جنسيت له مخې پرکېدونکي تاوتریخوالي او نارینه وو ته ورکړل شوو امتیازي حقونو یا برترۍ باندې پوه شي.

خو پر ۲۰۱۵ کال د دې پروګرام د تجربې په تړاو په یوه رپوټ کې تور لګول شوی، چې په دې پروګرام کې ټول نارینه "بد" او ټولې مېرمنې "قرباني" بلل شوې دي.

* ۹ کلنې نجلۍ څنګه ماشومانو ته کتابتون جوړ کړ؟

* د ماشومانو لپاره لومړنی ګرځند کتابتون

د دې پروګرام له مخې زدکوونکو ته په تنخاوو کې نه انډولتوب، پر غوسه کنټرول لرل، جنسیتي تمایل او د پورنوګرافي د خطرو په څېرې مسلو په تړاو معلومات ور کول کیږي.

پر دغه پروګرام ۱۶،۵ میلیون ډالره لګښت شوی دی.

د لومړي ښوونځي زدکوونکو ته به د داسې هلکانو او نجونو تصور ور کول وي چې په کور کې کار کوي، لوبو کې برخه اخلي، د اور وژونکو او هرکلي ویونکو په څېر دندې لري.

په دې ښوونیز نصاب کې دا مواد هم شته چې "نجونې فوټبال کولی شي، ډاکټرانې کېدلی او ځواکمنېدلی شی" او "هلکان د ژوبلېدلو یا خپه کېدلو په مهال ژړلی شي، نرمېدلی شی، روغتیا پال یا نرس کېدلی او ماشومان پاللی یا ساتلی شي".

د منځني ښوونځي زدکوونکي د پانسیکشول( د ځینې غړو د لوڅ پرېښودلو له لارې د خلکو پام ځان ته اړول.) نرلږو(نرښځو) او همجنس خوښو او د نارینه برترۍ د تصور په ګډون موضوعاتو معلومات ترلاسه کوي.

د ۷ او ۸ کال لپاره د نصاب له مخې، له نارینه پیدا کېدلو- په عام محضر کې ترلاسه کېدونکې ګټې- هغه وخت سمې دي چې ته یې پخپله ومنې او یا هم په دې اند یې، چې د دې امتیاز وړ یې.

دوی برتري "خپل چارو او ناغوښتو ګټو" ته وايي چې عموماُ د "جنسیت، جنسي تمایل، توکم یا پر ټولنیز- اقتصادي" اساس ډلو ته ور کول کیږی.

د ۱۱ او ۱۲ کلونو زدکوونکو ته د "هژمونیک نارینتوب" تصور ور پېژندل کیږي چې "له هلکانو او سړیو غواړي مخالف جنس ته تمایل ولري، سخت، ځواکمن او له احساساتو تش وي. پر ښځو د سړیو کنټرول او تسلط هم غواړي."

خو ځینې کره کتونکي وايي، په دغه پروګرام کې له کورني تاوتریخوالي د مېرمنو د خوندي کولو لپاره کم کار شوی دی او مهم او روښانه ټکي نه لري.