'زه له اوبو سره حساسیت لرم'

د انځور حقوق Nil
Image caption نیکولا برېنچ وايي، خلک ددې له حالت نه ټوکه جوړه کړې ده

په نړۍ کې داسې خلک شته چې له اوبو سره حساسیت لري. یوه خیریه موسسه چې د انسانانو پر حساسیتونو څېړنې کوي وايي نړۍ کې، له اوبو سره د حساسو خلکو شمېر لږ دی نو ځکه په دې هکله ساینسي موندنې هم کمې دي.

له اوبو سره حساسیت چې aquagenic urticaria (اکواجېنېک یورتېکاریا) یې بولي، داسې ستونزه ده چې آن ډېر روغتیايي متخصصین يې په هکله نه پوهېږي.

د Anaphylaxis Campaign په نامه خیریه موسسه وايي د دوی د مالوماتو پر بنسټ په ټولې نړۍ کې تر اوسه له اوبو سره د حساسیت لرونکو خلکو شمېر ۳۵ دی.

د انځور حقوق Nil
Image caption ‌ډاکټره سېره جاروېس وايي له اوبو سره ‌ډېر کم شمېر خلک حساسیت لري، خو بیا دومره جدي وي چې آن د دوی خپلې اوښکې او خوله هم د دوی پر پوستکي بخار راخېژوي.

د ګډونوالو تجربو دا شک پیدا کړ چې کېدی شمېرې تر دې هم لوړې وي. یوې ګډونوالې نواح اورباګ پخپله دې ته له اوبو د پېداکېدونکو ستونزو بېلګې ورکړې:

''زه که شاور وکړم باید ژر تر ژره خپل کالي واغوندم، زه سمندر کې لامبلی نشم... زما زنګنونه مخ او ټول ځان تک سور اوړي.''

د بي بي سي راډیو ۲ جېرېمي واین پروګرام کې چې ډاکټره سېره جاروېس یې مېلمنه وه او پر همدې موضوع غږېدل.

‌ډاکټره سېره جاروېس وايي له اوبو سره ‌ډېر کم شمېر خلک حساسیت لري، خو بیا دومره جدي وي چې آن د دوی خپلې اوښکې او خوله هم د دوی پر پوستکي بخار راخېژوي.

ډاکټره سېرا وايي اوبو سره د حساسیت تر نورو جدي ډول یورتېکاریا دی چې د پنځلسو دقیقو نژدېوالي سره پر حساس کس دانې راخېږي او ځان داسې کېږي لکه شړېدلی چې وي. په تېره بیا ګوټې سرې اوړي او شدیده ګرېدا انسان ته پیدا کېږي.

د ډاکټرې سېرا په وینا سره له دې چې د بشپړې درملنې دارو یې نشته خو یوه ډول دوا شته چې مرسته کولی شي:

''که څه هم د رڼا درملنه پر څو کسانو آزمویل شوې، جالبه دا ده چې نن سبا موږ او تاسې خپل ډېر وخت د یوې ناروغۍ لپاره پر دوا جوړولو تېروو، خو د بلې ناروغۍ لپاره کار ترې اخلو. د ستانېزول په نامه یو ډول دارو دي، چې پیل کې د HIV لپاره جوړ شوي ول خو اوس اوبو سره د حساسیت لپاره ګټور دی.''

نېکولا برانچ چې په دې ناروغۍ اخته لیکي، ځینې مهال چې خلکو ته وایې له اوبو سره حساسیت لرې، باور یې نه راځي او فکر کوي ټوکې کوئ.

د انځور حقوق CID/ISM/SCIENCE PHOTO LIBRARY
Image caption حساسیتونو ټول له لومړي سره انسان کې نه وي، د ژوند په اوږدو کې پیدا کېدی شي.

حساسیتونو ټول له لومړي سره انسان کې نه وي، د ژوند په اوږدو کې پیدا کېدی شي.

مېرمن نواح ته اته کلنۍ کې اوبو سره حساسیت پیدا شو خو آلن پېول وايي دی ۶۰ کلن ؤ چې د لومړي ځل لپاره يې دا ډول حساسیت تجربه کړ.

ورته مطالب