په هند کې د مسلمانو مېرمنو د برابرۍ مخالفت ولې کېږي؟

د انځور حقوق AFP
Image caption په هند کې مسلمانې مېرمنې د نورو مذهبونو د مېرمنو په پرتله په تعلیم، اقتصاد او نورو برخو ډېرې وروسته پاتې بلل کیږي.

دا مهال په هند کې مسلمانو مېرمنو ته د اساسي قانون د بنسټي اصولو له مخې د واده، طلاق او میراث په څېر مسلو کې د برابرۍ ور کولو یا له دوی سره د مذهب په نوم د توپیري چلند پر لرې کولو خبرې کیږي.

مذهبي ډلې مسلمانو مېرمنو ته د اساسي قانون د اصولو له مخې له نارینه وو سره د برابرې درجې ور کولو لپاره حکومتي هڅې په خپل مذهب کې د لاسوهنې په معنا بولي.

مسلمانو مېرمنو د دریو طلاقونو او یو لوریز طلاق د پوښتنې په تړاو د هند سترې محکمې ته څو درخواستونه وکړل.

محکمې د دې پوښتنو په تړاو د حکومت دریځ غوښتی او چارواکو هم په خپل ځواب کې ویلي، چې ښځې ته په یو ځل درې طلاقه ور کول، نکاح، طلاق او له یوه ډېرو ودونو سره چلند د اساسي قانون له مخې د جنسي اڼدول د اصولو او د مېرمنو د درنښت خلاف دی، ځکه د دا ډول توپیري چلند پای ته رسول پکار دي.

د هند حکومت له اوله د دې مهمې پوښتنې په تړوا روښان دریځ غوره کړی، چې د مېرمنو په برخه فعالو ډلو هم ستایلی دی.

دا ډلې وايي، په کومه ټولنه کې چې جنسیتي توپیر وي، هغه ټولنه هیڅکله هم پرمختګ نشي کولی.

خو له اټکل سره سم مسلمان مذهبي ګوندونه د حکومت د دې دریځ په خلاف سخت احتجاج کوي.

دا ډلې وايي، حکومت د دوی په مذهبي چارو کې لاسوهنه کوي.

دا مهال د هېواد د قانون لپاره قامي کمېسون په یو پوښتنلیک کې له ښاریزو غوښتي، چې د هر یو مذهب د خلکو لپاره د جلا جلا قانون په ځای د ټول هېواد د ګردو وګړو لپاره یو ډول قانون یا سېول کوډ(مدني قانون) د پلي کولو په تړاو خپل نظر ووايي.

د مسلمانانو مذهبي ډلې د یو ولسواک قانون دغه تصور د هندوتوب پراخه ایجنډا بولي.

په هند کې د مسلمانانو شخصي قانون ادارې( مسلېم پرنسنل لا بورډ) د مسلمانانو مدني قانون جوړ کړی دی ـ دا یوه ناټاکلې، نا ولسواکه او د مختلفو مذهبي ډلو په خپل سر جوړه اداره ده- دا ناټاکلې اداره ځان د هندي مسلمانانو ستره استازې بولي.

تېره لسیزه کې د مذهبي ډلو ترمنځ د اختلاف، نظریاتي ټکر او سیاسي اغېز د ترلاسه کولو په سیالۍ کې دا اداره سخته کمزورې شوې ده.

ځینې شیعه او د برېلوي مسلک ډلې د مسلمانانو شخصي قانون اداره تورنوي چې د دېوبندي نظریې د ډلو په منګولو کې ده.

د انځور حقوق AFP
Image caption په هند کې د مېرمنو په برخه فعالې ډلې د ټولنې پرمختګ ښځو ته د برابرو حقونو په رڼا کې شونی بولي.

دوی دا هم وايي، چې دا اداره له لویه سره د مسلمانانو د لوړ پاړکي په لاس کې ده، چې ګټې یې د هیواد د ډېری وروسته پاتې مسلمانو سره په ټکر کې دي.

د مسلمانانو شخصي قانون ادارې د ازاد هندوستان د مسلمانانو لپاره یو ټولیز نکاح لیک او د طلاق یوه عمومي بڼه هم رامنځ ته کړه.

که څه هم دا اداره په مسلمانه ټولنه کې د یو څه سمون دعوه کوي، خو د دوی اپوټه شنونکي وايي، چې دا اداره له نبسټه د سمون مخالفه ده او دا دریځ یې د مسلمانانو د پرمختګ په لار کې لوی خنډ دی.

د هندوستان له وېش وروسته په دغه هېواد کې د مسلمانانو منځني پاړکي د کمي او په هند کې د خراب سیاسي وضعیت له امله مسلمانو مذهبي ډلو د خپل مذهب ټولنه کې د باور پیدا کولو او مدرسو جوړولو له لارې د ښوونې په پراختیا کې نه هېردونکی رول لوبولی دی.

د سیاسي مشرتابه د کمي له امله تر اوږد مهال پورې دې ډلو په مسلمانانو کې د سیاسي مشري تشه هم تر یوې اندازې ډکه کړې، خو د وخت په تېرېدلو سره په مسلمانانو کې د باور او وېښتیا پیدا کولو سره سره بیا هم دا ډلې له وخت سره بدلې نه شوې.

په هند کې اوس مسلمانان له بل هر وخت وروسته پاتې دي، دوی هم دا وروسته پاتې والی او بې برخېتوب سخت محسوسوي، د لاملونو د پېژندلو هڅه یې هم کوي، چې په دلیل یې دوی وروسته پاتې شول.

په مسلمانه ټولنه کې مېرمنې له ټولو بد حالت لري، دوی د زدکړو، اقتصاد او روغتیا له پلوه د هند تر ټولو کمزوری پاړکی دی، د واده او طلاق په څېر مسلو کې یو لوریز قوانین او وراسته دودونه یې لا هم کمزورې کوي.

په هند کې مسلمانان له نورو پاړکو وروسته پاتې والی نشي زغملی، خو مسلمانان د پرمختګ لپاره اړ دي چې له پېړیو راهیسې د توپیري چلند ښکار مېرمنې د برابرۍ کچې ته ورسوي.

په اوسني پېر کې د مسلمانانو شخصي قانون ادارې اهمیت او اړتیا ختمیږي، د مذهب په نوم مېرمنو ته د برابرۍ ور کولو حق او یو ډول مدني قانون سره مخالفت یې د خپل پایښت لپاره دی.

خو په ولسواک هېواد کې به د ولس پرېکړې د ولسواکۍ او جنسیتي برابرۍ باوري کولو لپاره کیږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption په هند کې د نورو مذهبونو پیرو مېرمنې هم د نارینه وو په وړاندې د نابرابرۍ ښکار بلل کیږي.