پر حلب هوایي بریدونه؛ پر سوریې او روسیې نوي بندیزونه ارزول کېږي

جان کیري او بوریس جانسن اکتوبر ۱۶مه د انځور حقوق Getty Images
Image caption جان کیري وویل، د سوریې کړکېچ سوله ییزې سیاسي حل لارې ته اړتیا لري

امریکا او بریتانیا د روسیې او سوریې حکومتونو ته خبرداری ورکړی که پر حلب بمباریو ته دوام ورکړي، نوي اقتصادي بندیزونه به پرې ولګول شي.

دامریکا بهرنیو چارو وزیر جان کیري دا وضعیت "ترټولو لوی انساني ناورین؛ وباله.

هغه وویل، روسیه باید پردې پوه شي چې "دا جګړه له یوې سیاسي حل لارې پرته نه ختمېږي."

ښاغلي کیري د سوریې کړکېچ لپاره د سوله ییز حل لارې موندلو په خبرو کې د ګډون لپاره لندن کې دی.

هغه چې د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر بوریس جانسن سره یوځای خبرې کولې وویل؛ حلب کې هره ورځ "د بشریت پرضد جنایت" رامنځته کېږي.

ښاغلي جانسن هم روسیه وهڅوله چې "د انسانیت او د سوریې د خلکو لپاره سم کار وکړي."

هغه وویل؛ "یوه اوربند ته اړتیا لرو او ددې کار لپاره باید جنیوا کې د خبرو مېز ته وروګرځو."

د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: "دا کړنې به بالاخره ددغه جنایت د عاملانو لمن هم ونیسي او هغوی باید دا اندېښنه هېره نه کړي."

هغه وویل؛ د سوریې پر رژیم او "ملاتړو" یې د "فشار ساتلو" لپاره نوي بندیزونه په پام کې دي.

لندن کې خبرې اترې د یمن په تړاو په بحثونو او په دغه هېواد کې د دوه کلنې جګړې لپاره د اوربند پر غوښتنې پیل شوې.

د انځور حقوق AP
Image caption پیشرفتی در زمینه متوقف کردن بمباران حلب به دست نیامده است

ښاغلي کیري وویل؛ "اوس د یوه نامشروط اوربند پیلېدو او ورپسې خبرو اترو ته د ورتګ وخت دی."

د یمن په چارو کې د ملګرو ملتونو استازي اولد شیخ احمد هم د اوربند ملاتړ وکړ چې په څو ورځو کې رامنځته شي.

د یمن په جګړه کې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ایتلاف د یمن رسمي حکومت په ملاتړ د حوثي یاغیانو پروړاندې جګړه کوي. په دغه جګړه کې تراوسه ۶۸۰۰ کسان وژل شوي او ډېر شمېر نور ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

پر سوریې خبرې

تېره میاشت سوریه کې اوربند اعلان شو، خو څو ورځو کې بېرته مات شو. له هغه مهال راهیسې د سوریې دولتي ځواکونه د روسیې په ملاتړ د حلب ښار په بمبارولو بوخت دی. واشنګټن ویلي؛ دا عملیات له جنګي جنایتونو سره ملې دي.

مرستندویه سازمانونه وایي؛ په بېړني توګه ۷۲ ساعته اوربند ته اړتیا ده ترڅو لومړني توکي د حلب ختیځې برخې کې ویجاړو شویو سیمو ته ورسېږي چې د اورپکو تر کنټرول لاندې دي او همداراز ولسي وګړي د وتلو فرصت ومومي. په دغه سیمه کې ۲۷۵ زره کسان ګېر پاتې دي.

هغه هيوادونه چي له دواړو لوریو ملاتړ کوي د شنبې په ورځ د سویس په لوزان ښار کې د امریکا او روسیې د سولې له خبرو سره یوځای شول.

له دې ډلې د سعودي عربستان، ایران او ترکیې استازي هم حاضر وو. ایراني سرتېري اوسمهال د سوریې دولتي ځواکونو ترڅنګ اوږه په اوږه جګړه کوي په داسې حال کې چې ترکیه او عربستان له مخالفینو ملاتړ کوي.

دغه ناسته له پنځو ساعتونو وروسته پر حلب ښار د هوایي بریدونو درولو او کلابندو ښارونو ته د مرستې رسولو څرنګوالي پر سر له هوکړې پرته پایته ورسېده. د غونډې ګډونوالو د خبرو پر دوام موافقه وکړه.

د انځور حقوق AP
Image caption جان کیري د شنبې په ورځ د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سره کتلي و.