ملانیا ټرمپ: زما د مېړه پرضد د ''جنسي ځورونو'' تورونه دروغ دي

د انځور حقوق AFP
Image caption ملانیا ټرمپ وايي: ''پوهېږم چې هغه ښځو ته درناوی لري، خو له ځانه دفاع کوي ځکه چې دا ټول دروغ دي''.

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو د کاندید ډونالډ ټرمپ مېرمنې ملانیا ټرمپ د خپل مېړه پرضد د ځینو ښځو د جنسي ځورونو ادعاوې دروغ بللې دي.

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو د کاندید ډونالډ ټرمپ مېرمنې ملانیا ټرمپ له سي ان ان سره په مرکه کې خپل مېړه ''شریف'' سړی بللی او د هغه پرضد یې د ځینو ښځو د جنسي ځورونو ادعاوې دروغ بللې دي.

ملانیا ټرمپ ویلي، د ۲۰۰۵ کال په تړاو د مېړه هغه وېډیويي څرګندونې یې د منلو وړ نه دي، چې ګني ځینې ښځې یې له جنسي اړخه ځورولې دي.

ملانیا ټرمپ د جنسي کار ادعاوو په تړاو محکمې ته شکایت کړی

دا وايي، مېړه یې د ''ماشومانه خبرو'' له کبله پړ دی، خو هماغه شېبه د تلوېزیوني پروګرام وړاندې کوونکي بيلي بشو له خوا لا نورو جزییاتو ورکولو ته وهڅول شو.

ښاغلی ټرمپ په دې وېډیو کې هغه مهال د ان بي سي تلوېزیوني شبکې ''اکسس هالیووډ'' پروګرام چلوونکي بیلي بوش ته وویل، دی کولی شي پر ښځو ځان ومني.

د نوموړي دغه څرګندونې د دې لامل شوې، چې د جمهوریپال ګوند ګڼ ملاتړي یې په ټاکنیزو ټاکنو کې له ملاتړه لاس واخلي.

له وېډیو خپرېدو وروسته، ګڼو ښځو پر نوموړي تور پورې کړی، چې ګني له جنسي اړخه یې دوی ځورولې دي، خو ډونالډ ټرمپ دا تورونه رد کړي دي.

ملانیا ټرمپ وايي: ''پوهېږم چې هغه ښځو ته درناوی لري، خو له ځانه دفاع کوي ځکه چې دا ټول دروغ دي''.

''زه د خپل مېړه پر خبرو باور لرم. هغه یو زړه سواندی او شریف سړی دی او هېڅکله دا کار نه کوي''.

د انځور حقوق NIL
Image caption ملانیا ټرمپ: ''زه د خپل مېړه پر خبرو باور لرم. هغه یو زړه سواندی او شریف سړی دی او هېڅکله دا کار نه کوي''.

دا د یادې وېډیو له خپرېدا وروسته د میلانیا ټرمپ لومړنۍ مرکه ده.

نوموړې له ټرمپ نه د دفاع په موخه وویل، هېڅ وخت یې له ښځو سره ناوړه چلند نه دی کړی.

ملانیا وايي، دې رسوایۍ د هیلري کلنټن ټاکنیز کمپاین ته ګټه رسولې ده.

دا وايي، ځینې ښځې به یې ځکه میړه ته ورنژدې کېدې، چې د تیلیفون خپلې شمېرې ورکړي.

د ټرمپ مېرمن وینا کې د ځینو خبرو په غلا کولو تورنه شوې

د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو پیلېدو درې اونۍ وړاندې لاهم ټرمپ ډېره مینه وال لري. دي

ورته مطالب