نېټ فلېکس وايي د مشتریانو شمېر یې ډېر شوی

د انځور حقوق NETFLIX
Image caption نېټ فلېکس د انټرنټ له لارې فلمونه، ډرامې او نور ډول ډول تلویزیوني خپرونې پر مینه والو پلوري

د 'نېټ فلېکس ' شرکت اعلان کړی چې په تېرو دریو میاشتو کې یې د خدماتو د پېرېدونکو شمېر خورا ډېر شوی.

دا په داسې حال کې ده چې کارپوهانو د نوموړي شرکت په اړه اټکل کړی و چې کاروبار به یې سوړ شي.

نېټ فلېکس د انټرنټ له لارې فلمونه، ډرامې او نور ډول ډول تلویزیوني خپرونې پر مینه والو پلوري.

نوموړی شرکت وایي په تېرو درییو میاشتو کې یې درې اعشاریه دوه میلیونه نوي پېرېدونکي موندلي.

د ۹۰ ورځو په دې لنډه موده کې 'نېټ فلېکس ' یوازې په امریکا کې درې لکه اویا زره نوي کاروونکي موندلي.

له دې سره د یاد شرکت درې میاشتنۍ ګټه ۳۱سلنه لوړه شوې، او ټول عاید یې کابو دوه اعشاریه درې ملیارده ډالرو ته رسېدلی. له دې سره د ونډو په بازار کې د یاد شرکت بیه هم ۲۰ سلنه لوړه شوې.

نېټ فلېکس وایي د سپتمبر میاشتې تر پایه یې د کاروونکو شمېر ۸۲ اعشاریه ۳ ملیونه کسانو ته رسېدلی.

وروسته له هغه چې په امریکا کې د دې شرکت کاروبار یو څه سوړ شو، نېټ په نړیوال بازار کې د نویو پېرېدونکو لټه پیل کړه.

دا مهال نوموړي شرکت د نړۍ په ۱۳۰ دېرشو هېوادونو کې د انټرنټ له لارې تلویزیوني خپرونې او فلمونه پر خپلو مینه والو پلوري.

نوی بازار

یو بازار چې تر دې دمه نېټ فلېکس ورته لاس رسی نه لري، چین دی. خو داسې ښکاري چې اوس یې هلته هم د کاروبار پیلولو هوډ کړی.

نېټ فلېکس وایي، پر ځای د دې چې په خپله د چین بازار ته ور ګډ شي، کېدای شي خپل خدمات پر کوچنیو چینایي شرکتونو وپلوري او له همدې لارې په چین کې مینه وال پیدا کړي.

په دې وروستیو کلونو کې پر انټرنټ د فلمونو او نورو تلویزیوني خپرونو د لیدلو رواج ډېر شوی دی. دا چاره په هغو هېوادونو کې لا ډېره ده چې پکې انټرنیتي اسانتیاوې ډېرې او د انټرنټ سرعت چټک دی.

ډېری بیا ټینګار کوي چې د نېټ فلېکس په څېر شرکتونه به کله هم د دودېزې سینما ځای ونه شي نیولی.

خو ډېر نور په دې باور دي چې که یو نوی یا ډرامه د خپل کمپیوټر پر پرده په لوړ کیفیت لیدلی شی نو سینما تلل هسې د وخت او پیسو ضایع کول دي.