د موصل جګړه: داعش له 'انسانانو د ډال' په توګه ګټه اخلي

د انځور حقوق AP
Image caption د موصل شاوخوا جګړه کې ولسي وګړي بند پاتې دي

موصل ښار ته د عراقي ځواکونو په نژدې کېدو سره، امریکا پر ''اسلامي دولت'' نومې ډلې تور پورې کړی، چې په ښار کې له ولسي وګړو د ''بشري ډال'' ګټه اخلي.

اټکل دی چې د عراق په دغه شمالي ښار کې شاوخوا ۷۰۰ زره کسان اوسېږي. د شمېرو له مخې، نژدې ۵۰ زره داعش جنګیالي له عراقي دولتي ځواکونو سره په جګړه کې ښکېل دي.

په واشنګټن کې د دفاع وزارت ویاند او جف ډیویس خبریالانو ته وویل: ''داعش سل په سلو کې له ولسي وګړو د ''بشري ډال'' په توګه ګټه اخلي.''

د موصل جګړه: عراقي ځواکونه له 'مهالوېش مخکې' روان دي

ده دا هم ویلي چې: ''دوی د خپلې خوښې برعکس کلابند شوي. موږ په تېره یوه ورځ کې د دوی د وتلو یا تېښتې شاهدان نه وو.''

د انځور حقوق Reuters
Image caption کردي جنګیالیو په دوشنبې د موصل ختیځ کې ځینې کلي ونیول

د موصل ښار اوسېدونکو پر تیلېفون رویټرز خبري اژانس ته ویلي، داعش د خلکو د وتلو مخه نیولې او ګڼ وګړي یې هغو ودانیو ته په ورتګ اړایستلي چې شاید هوايي بریدونه ورباندې وشي.

ملګري ملتونه هم د موصل په څنډه کې د سرپناه پر جوړولو کار پیل کړی.

پرمختګ

بل خوا، عراقي چارواکو ویلي، پوځ یې د مسیحيانو ''قره کش'' ښار د کلابندولو په حال کې دی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د سې شنبې په ورځ بارتلا ښار کې د داعش او دولتي ځواکونو ترمنځ جګړه

قره کش د موصل په سوېل ختیځ کې ۳۲ کیلومتره لیرې پروت ښار دی، چې دوه کاله وړاندې ''اسلامي دولت'' نومې ډلې ونیو او له ښاره زرګونه مسحیان وتښتېدل.

یوه عراقي جنرال هغه رپوټونه رد کړي، چې ګني دغه ښار بېرته داعش نیولی.

د عراق پوځ او فدرالي پولیس د موصل سوېل کې د پرمختګ په حال کې دی او اوس د ''الشوار'' ښار د کلابندۍ په درشل کې هم دي.

پوځي عملیات د چارشنبې په ګهیځ بیا پیل شوي دي.

له داعش د موصل نيولو جګړه

د موصل عملیات تېره ورځ د ۳۰ زرو عراقي پوځیانو، کردي پیشمرګه ځواکونو او داوطلبه شیعه ملېشو او د امریکا په مشرۍ د ایتلاف په هوايي ملاتړ پیل شول.

د پنتاګون ویاند د عملیاتو په لومړۍ ورځ وویل، عراقي ځواکونه ''له مهالوېش وړاندې'' مخته روانې دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption ملګرو ملتونو اتکل کړی، چې تر راتلونکو اونیو به له موصله شاوخوا ۲۰۰ زره ولسي وګړي وتښتي

د بي بي سي خبریال جانتن بېل چې له عرقاي ځواکونو سره حمام العلیل ته رسېدلی وايي، پوځي قومندانانو ۴ کیلومتره نور پرمختګ کړی.

زموږ خبریال وايي دغو ځواکونو د عملیاتو پر لومړۍ ورځ ۱۰ کلي ونیول، خو د موصل څنډې ته له رسېدا وړاندې یې باید ۷۰ نور کلي هم نیولي وای.

د ایتلافي ځواکونو الوتکو حمام العیلی ته څېرمه د داعش پرضد هوايي بریدونه کړي چې د عراق د پوځي سرچینو په وینا، د داعش یو روغتیايي مرکز او د اوبو یو بنسټ یې ویجاړ کړي دي.

داعش د تېرې دوشنبې په ورځ موصل ښار ته د عراقي ځواکونو د پرمختګ پرمهال پر دغو ځواکونو ځانمرګی برید وکړ.

کردي ځواکونو ویلي، په برید کې لږترلږه د دوی پنځه سرتېري وژل شوي.

د عکسونو البوم: د عراق موصل ښار بېرته نیولو عملیات

اټکل دی چې د موصل ښار بېرته نیول اونۍ یا ان میاشتې وخت ونیسي او له دې ښاره د داعش درې یا پنځه زره سرتېري ایستل هم ستونزمن کار دی.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د موصل په جګړه کې له ټولو ښکېلو غاړو د "سرښندنې" غوښتنه کړې ده.

موصل ولې مهم دی؟

  • وصل د عراق نینوه ولایت مرکز او په تېلو تر ټولو ډېر بډایه دویم لوی ښار دی. دا ښار د ''اسلامي دولت'' لپاره سمبولیک ارزښت او اهمیت لري.
  • دا ښار تر ډېره د سُني عراقیانو مېشت ځای دی، خو کردان، اشوریان او ترکمن هم پکې مېشت دي.
  • کله چې ''اسلامي دولت'' ښار ونیو، له ښاره ګڼ لږکي وتلو ته اړ شول، خو ډېری سني عربانو پیل کې د ''اسلامي دولت'' د ورتګ هرکلی وکړ؛ ځکه چې دوی د شیعه ګانو په مشرۍ له مخکیني حکومته ډېر ځورېدلي وو.
  • خو پر ښار د ''اسلامي دولت'' د واکمنۍ دوه کاله لا نه وو تېر شوي، چې موصل کې د دغې ډلې پرضد غږونه پورته شول.
د انځور حقوق AP
Image caption اټکل دی چې د موصل ښار بېرته نیول اونۍ یا ان میاشتې وخت ونیسي او له دې ښاره د داعش درې یا پنځه زره سرتېري ایستل هم ستونزمن کار دی.

ورته مطالب