د ټرمپ د 'ټاکنیزو درغلیو' پر اندېښنې اوباما نیوکه وکړه

اوباما
Image caption ولسمشر اوباما د دونالډ ټرمپ وړاند وینه بې مخینې وبلله.

ولسمشر اوباما د امریکا ولسمشرۍ څوکۍ ته د جمهوریپال ګوند پر نوماند دونالد ټرمپ نیوکه کړې چې د روسیې ولسمشر ولادېمیر پوتین د تګلارو پر بنسټ یې خپلې تګلارې جوړې کړې دي او د هغه ستاینه کوي.

ښاغلي اوباما وویل د دونالډ ټرمپ څرګندونې د امریکا په سیاست کې مخينه نلري.

ښاغلي اوباما پر ښاغلي ټرمپ د دې تور له کبله چې ټاکنو کې د ده پر ضد درغلي کېږي کلکه نیوکه کړې او زیاته کړې یې ده چې نوموړی باید تورلګول بند کړي او د امريکا ولس مخاطب کړي.

ولسمشر اوباما دغه څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې جمهوریپال نوماند هغو تورونو ته زور ورکړی چې ګواکې د نومبر میاشت پر اتمې، ولسمشریزو ټاکنو کې به د ده پر ضد درغلۍ وشي.

ښاغلي اوباما دغه څرګندونې سپینې ماڼۍ کې د ایټالیا له لومړي وزیر سره په ګډه غونډه کې وکړې او د ټرمپ پر څرګندونو یې ملنډې ووهلې.

ولسمشر اوباما له ښاغلي ټرمپ وغوښتل چې د ټاکنو د سیستم په اړه دې کوکې نه وهي او ویې وننګوه چې ښه به دا وي رایه اچوونکي وهڅوي ده ته رایه ورکړي.

ښاغلي اوباما زیاته کړه د امریکا په سیالۍ کې کله نا کله سیاسي سیالي ترخه وي، خو په پای کې بایلونکی نوماند ګټونکي نوماند ته په ورین تندي مبارکي وايي او خپله ماتې مني.

شنونکي وايي ښايي ښاغلي اوباما دغه څرګندونې د پلان له مخې کړې وي چې ښاغلی ټرمپ راوپاروي چې د ده پر ضد نیوکې او څرګندونې وکړي.

ښاغلی ټرمپ په دې مشهور دی چې د خپلو مخالفینو د نیوکو زغم نه لري او ډېر ژر تند او ځوابي بریدونه کوي.

اوباما: کانګرس 'تېروتنه' کړې ده

اوباما: نړۍ له بې ساري کړکېچ سره مخ ده

خو باور دا دی چې د ولسمشر اوباما پر ضد څرګندونې ښايي ښاغلي ټرمپ ته زیان ورسوي. ځکه د واک په وروستیو ورځو کې د ښاغلي اوباما د مجبوبیت کچه تر پخوا زیاته لوړه شوې ده.