انبار کې د داعش بريد په شا شوی، پېشمرګه پر بعشيقه بريد کړی

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
کوردي ځواکونو پر بعشيقه بريد کړی

عراق کې حکومتي ځواکونه وايي، د جنوبي ولايت انبار په رطبه سيمه کې حالات تر کنټرول لاندې دي. وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې په دغه سيمه کې "اسلامي دولت" ډلی لوی بريد کړی دی.

بلخوا کوردي ځواکونو (پېشمرګه) په موصل کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې تر ولکې لاندې سيمه بعشيقه کې پوځي عمليات پيل کړي.

شنونکي وايي،"اسلامي دولت" نومې اورپکې ډلې په موصل کې له روانو پوځي عملياتو د حکومت پام بل خوا ته د اړولو په موخه په انبار ولايت کې نوي بریدونه کړي دي.

کردي ځواکونو پر موصل "لوی برید" پیل کړی

د عراق موصل ښار بېرته نیولو عملیات

د موصل عملیات 'له مهالوېش وړاندې' روان دي

د رطبه ښاروال وايي، "اسلامي دولت" نومې ډلې په دغه سيمه کې له درېو اړخونو بريدونه کړي."

د انځور حقوق EPA
Image caption عراق

بلخوا د کوردي ځواکونو يوه قومندان ادعا کړې چې په بعشيقه کې يې د داعش ډله په شا تمبولې او يوه مهم لويه لاره يې ترې نيولې چې کولی شي د "اسلامي دولت" ډلې لېږد رالېږد محدود کړي.

تېره اوونۍ حکومت او کوردي ځواکونو له "اسلامي دولت" ډلې د عراق د دوهم لوی ښار موصل د بېرته نيولو په موخه ګډعمليات پيل کړي وو.

د رطبه ښاروال د عراق له لومړي وزير حيدر العبادي غوښتي چې د حالاتو د کنټرول په موخه سيمې ته نوي ځواکونه واستوي.

د انځور حقوق Reuters

په ۲۰۱۴ کال کې "اسلامي دولت" نومې ډلې رطبه ښارګوټی نيولی و، خو څلور مياشتې وړاندې بېرته حکومتي ځواکونو له دغې ډلې ازاد کړ.

په موصل کې د حکومتي ځواکونو له عملياتو سره پر "اسلامي دولت" نومې ډلې فشار ډېر شوی چې له امله يې په وروستيو کې دغې ډلې په ځينو سيمو کې ځانمرګي بريدونه ترسره کړل.

له دې وړاندې د جمعمې په ورځ (۲۱ اکتوبر) "اسلامي دولت" نومې ډلې له موصله ۱۷۰ کيلومتره لرې پر کرکوک ښار بريد کړی و چې په ترڅ کې يې ۳۵ تنه وژل شوي او ۱۲۰ نور ټپيان شوي وو.

ورته مطالب