م. م: میانمار دې د 'مسلمانانو د ربړونې او وژلو' دوسیه وڅېړي

د انځور حقوق EPA
Image caption د میانمار نامسلمان وګړي، ددغه هېواد راخین ولایت کې ډېری مېشت مسلمانان له بنګله دېشه ورغلي ناقانونه کډوال ګڼي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو د میانمار 'برما' له حکومته د روهینګا مسلمانانو پرضد له قضايي مجوز پرته د خپلسرو نیونو، ربړونو او وژنو د دوسیې څېړلو غوښتنه کړې ده.

دوې اونۍ وړاندې داسې راپور ورکړل شو، چې د میانمیار په لوېدیځ راخین ولسوالۍ کې ۹ سرحدي پولیس ووژل شول.

ددغې وژنې په تور امنیتي ځواکونو هلته ګڼ مېشت مسلمانان ونیول.

د میانمار ټاکنې او د مسلمانانو بې برخې والی؟

تین چیاو د میانمار نوی ولسمشر وټاکل شو

مرستندویه سازمانونه وايي، د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په لړ کې، نژدې ۱۵ زره وګړي - چې ډېری یې مسلمانان دي له خپلو مېنو کوچېدو ته اړایستل شوي.

دوی وايي، امنیتي ځواکونو له بنګله دېش سره په درو سرحدي سیمو کې پر دوی 'هدفي' بریدونه وکړل.

دولت وايي، امنیتي سرتېرو درې برید کوونکي ووژل او ۵۳ نور یې ونیول چې د ادعا له مخې یې د دوی په کورونو کې یې وسلې هم ونیولې.

د میانمار پوځي د یادې ولسوالۍ حساسو سیمو ته په ورتګ بندیز لګولی، خو هلته وګړي توانېدلي، چې د ناوړه وضعیت انځورونه او وېډیوګانې پر خواله رسنیو لاس په لاس کړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د بودایانو، چې د هېواد ډېری وګړي دي او لږکیو روهینګا مسلمانانو ترمنځ قومي او مذهبي تاوتریخوالو په لړ کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شوې.

روهنیګا مسلمانان د میانمار اصلي اوسېدونکي دي چې ډېری یې په تېرو څو کلونو کې له ډېر ناوړه چلند سره مخامخ شوي.

په میانمار کې د بي بي سي خبریال وايي، دا یوه ډېره حساسه مسله ده او ګڼ ډیپلوماټان او مرستندویه سازمانونه له دې کبله دا موضوع نه راپورته کوي چې ګني ددغه هېواد مشره انګ سان سوچي 'ونه ځورېږي'.

د ملګرو ملتونو چارواکو څو ځلې میانمار کې د مسلمانانو پروړاندې د ناوړه چلند او بد وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او په اړه یې ددغه هېواد له چارواکو د سم لاسي ګام اخیستو غوښتنه کړې ده.

د میانمار نامسلمان وګړي، ددغه هېواد راخین ولایت کې ډېری مېشت مسلمانان له بنګله دېشه ورغلي ناقانونه کډوال ګڼي.

د بودایانو، چې د هېواد ډېری وګړي دي او لږکیو روهینګا مسلمانانو ترمنځ قومي او مذهبي تاوتریخوالو په لړ کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه کورنۍ له خپلو مېنو بې ځایه شوې.

د انځور حقوق AFP
Image caption د میانمار له مسلمانانو سره د ناوړه چلند او وژنو په اړه د بشري حقونو ډلو خپل غږ پورته کړی
د انځور حقوق AFP
Image caption د ملګرو ملتونو چارواکو څو ځلې میانمار کې د مسلمانانو پروړاندې د ناوړه چلند او بد وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او په اړه یې ددغه هېواد له چارواکو د سم لاسي ګام اخیستو غوښتنه کړې ده.

ورته مطالب