ملګري ملتونه وايي، د عراق موصل ښار شاوخوا کې د داعش ډلې د جنایتونو رپوټونه ورکړل شوي

د انځور حقوق Reuters
Image caption ملګري ملتونه وايي، ښايي د موصل ۲۰۰ زره اوسېدونکي ښايي له خپلو کورونو وتلو ته اړ شي.

په داسې حال کې، چې عراقي حکومتي ځواکونه د دغه هېواد موصل ښار ته نژدې کېږي، د ملګرو ملتونو بشري حقونو کارکونکو ته د اسلامي دولت نومي ډلې د ځينو جنایتونو رپوټونه رسېدلي.

ویل کېږي په یوه قضیه کې درې ښځې او درې ماشومان هغه مهال د یادې ډلې وسله والو له لوري وژل شوي، چې په زور له یوه کلي بل ته د شړلو پر مهال وروسته پاتې وو.

رپوټونه وايي یوه بله پېښه کې د وېرې، ترهې خپرولو لپاره ۱۵ ملکي کسان وژل شوي او مړي یې سیند ته غورځول شوي دي.

ملګري ملتونه وايي دغو پېښو سره داسې وېره رامنځته کېږي، چې ښايي داعش ډله به ملکي کسان د ډال په توګه وکارووي.

د انځور حقوق AFP
Image caption اټکل کېږي، چې موصل د نیولو عملیات ښايي تر اونیو پورې وخت ونیسي

د موصل بېرته نیولو لپاره هغه پوځي عملیات چې له ډېره وخته راهیسې یې انتظار کېده، د عراقي ځواکونو، کردي او شیعه ملېشو، سني عرب قبایلو او د امریکا په مشرۍ هوايي ځواک په ملاتړ اته ورځې مخکې پیل شوي دی.

جینیوا کې د ملګرو ملتونو بشري حقونو د کمشنر ویاند روپرټ کولوایل د سې شنبې په ورځ یوې خبرې غونډې ته وویل، د ښځو، ماشومانو او ملکي خلکو پر ضد د جنایتونو پرلپسې رپوټونه دوی ته رسېږي.

نوموړی وايي 'دم ګړۍ دا ستونزمنه ده، چې ټول دغه رپوټونه تایید کړو، ځکه نو باید پایلې غوڅې و نه بلل شي، بلکې لومړنۍ وبلل شي. '

د انځور حقوق AFP
Image caption حکومتي ځواکونو د موصل شاوخوا کې یو شمېر کلي او ښارګوټي نیولي دي

نوموړي وویل د بشري حقونو کارکوونکو ته ویل شوي، چې له موصل نه نژدې ۴۵ کیلومتره لري سفینه نومي کلي کې داعش ډلې ۱۵ ملکي کسان وژلي او د هغوی مړي یې سیند ته غورځولي دي.

داسې باور کېږي، چې موصل کې د داعش ډلې له دریو تر پنځو زرو پورې وسله وال شته او د دغو وسله والو له لوري مقاومت ته په پام سره ښايي د موصل عملیات که میاشتې نه وي، څو اونیو پورې وخت به ونیسي.

د اټکلونو له مخې ویل کېږي، چې موصل کې یو نیم میلیون ملکي کسان هم ژوند کوي او ملګري ملتونه وايي داسې احتمال شته، چې راتلونکو اونیو کې به د موصل تر ۲۰۰ زره پورې ملکي اوسېدونکي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شي.

د موصل جګړه کې د داعش ضد ترکي ګډون مخالفت

کردي ځواکونو پر موصل "لوی برید" پیل کړی

ویل کېږي په یوه بله پېښه کې وسله والو هغه شپږ کسان په ګاډو پورې تړلي وو، چې د دوی په اند دغه کسان د عراقي ځواکونو پلوي قومي مشر اړوند کسان وو.

له دغې پېښې یوه ورځ وروسته عراقي ځواکونو د تولول ناصر کلي په یوه کور کې د ۷۰ ملکي کسانو مړي موندلي. پر وژل شویو کسانو د مرمیو نښې دي، خو دا معلومه نه ده، چې چا وژلي دي.

دغه راز ویل شوي، چې د یکشنبې په ورځ داعش ډلې هغه ۵۰ پخواني عراقي پولیس وژلي، چې داعش ډلې له موصله بهر په یوه ودانۍ کې بندیان کړي وو.