زلزلې د ایټالیا په روم کې ودانۍ لړزولې

د انځور حقوق EPA
Image caption زلزله له ځايي مهال سره سم په اووه بجې او لس دقیقې کې وشوه

د ایټالیا مرکزې برخې یوې زورورې زلزلې لړزولې، چې پلازمېنه روم کې یې هم ودانیو ته ټکان ورکړی.

د امریکا جیولوژیکل سروې په وینا د ریکټر په کچه پنځه اعشاریه پنځه درجې زوروره زلزله له ځايي مهال سره سم په اووه بجې او لس دقیقې په کاکیراتا ایالت کې وشوه.

د یادې ادارې په وینا دغه زلزله په همدې سیمه کې له ۶ اعشاریه یو درجې لومړنۍ زلزلې وروسته راغله.

د انځور حقوق AP
Image caption امتریکا دوې میاشتې مخکې یوې زورورې زلزلې لړزولې وه

تر اوسه د مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي. اوسنۍ زلزله په سویل کې له هغې زلزلې نژدې دوې میاشتې وروسته شوې، چې ۲۹۵ کسان په کې وژل شوي وو.

د اماتریکا په غرنۍ سیمه کې هغې ۶ اعشاریه دوه درجې زلزلې ګڼ کورونه ویجاړ کړي وو.

اماتریکا د چهارشنبې ورځې د زلزلې له مرکزه ایله ۶۰ کیلومتره واټن کې ده. په روم کې د بي بي سي خبریاله کاتیا ادلیر وايي په سیمه کې مرستندویان د حالت ارزونې هڅه کوي.

داسې باور کېږي، چې دویمه زلزله د لومړۍ هغې پرتله زوروره وه. یوه عیني شاهد د ایټالیا ټلویزیون ته ویلي، چې د ځینو ودانیو برخې یې د سترګو پر وړاندې ونړېدې.

ایټالیا کې د ملکي خلکو خوندیتوب ادارې مشر پابریزو کورشیو وايي، په ویسو سیمه کې دوه کسان ټپیان شوي، خو د نورو تلفاتو په اړه تر اوسه پورې رپوټونه نه دي ورکړل شوي.

داسې رپوټونه هم ورکړل شوي، چې د روم په شمال کې د برېښنا مزي پرې شوي، ځمکه ښوېدلې او تاریخي ودانیو ته زیان اوښتی دی.

د دویمې زلزلې په اړه د اسیتا ښاروال د ایټالیا انسا خبري اژانس ته ویلي:

د انځور حقوق EPA
Image caption ویل کېږي، یو شمېر کلیو کې پخوانۍ ودانې نړېدلې دي

'' دا یوه خورا زوروره زلزله وه، خلک پر سړکونو چیغې وهي او موږ اوس برېښنا نه لرو. ''

د بي بي سي خبریاله وايي، د سې شنبې په ورځ به د سیمې ښوونځي تړلي وي. بل لور ته د ځايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې لومړی وزیر ماتیو رینزي روم ته پر لاره دی.

لومړنۍ زلزله چې په ویسو سیمه کې وشوه، ویل کېږي، چې مرکز یې په ځمکه کې نژدې نهه کیلومتره دننه و او دویمه هغه بیا تر لسو کیلومترو پورې په ځمکه کې دننه وه.