دوو ایزدي مېرمنو د سخاروف جایزه وګټله

سخاروف جایزه د انځور حقوق Reuters
Image caption د دغې جایزې یوه ګټونکې نادیه مراد

دوو ایزدي مېرمنو ته چې عراق کې د اسلامي دولت نومي ډلې په ولکه کې وې، د سخاروف جایزه ورکړله شوې. دغه جایزه په اروپا کې د بشري حقونو برخه کې له معتبرو جایزو یوه ګڼله کېږي.

نادیه مراد باسه او لامیا اج بشر له هغو زرهاوو مېرمنو او نجونو وې، چې داعش ډلې په ۲۰۱۴ کال کې د وینځو په توګه تښتولې وې. اوس دغه دواړه مېرمنې د ایزدي ټولنې د خیر ښېګڼې لپاره هلې ځلې کوي.

اغلې مراد سنجار ته نژدې په کوچو نومي کلي کې له خپله کوره تښتول شوې وه، چې وروسته په موصل کې ورسره تاوتریخوالی وشو او جنسي تېری پرې شوی.

هغه وروسته وتوانېده، چې وتښتي، خو د سنجار برید کې یې شپږ وروڼه او مور وژل شوي وو.

اغلې بشر هم له همدې کوچو کلي تښتول شوې وه او د داعش په بند کې یې د ۲۰ میاشتو مودې کې ډېر ځلې د تښتېدو هڅې کړې، چې بالاخره بریالۍ شوه. نوموړې د تښتول کېدو پر مهال ۱۶ کلنه وه.

داعش ډلې د عراق یو شمېر برخو له نیولو وروسته زرګونه ایزدیان نیولي وو. له دوی نه یو شمېر یې تیت او پرک شول.

د انځور حقوق AFP
Image caption ۲۰۱۴ کال کې د اسلامي دولت نومي ډلې له بریدونو وروسته زرګونه ایزدیان تېښتې ته اړ شول

ملګري ملتونه وايي، اسلامي دولت نومي ډلې په سوریې او عراق کې په بشپړه توګه د ایزدۍ لږکۍ له منځه وړلو لپاره پرلپسې هڅو کې د دغې لږکۍ اړوند کسانو ډله ییزه وژنه کړې.

داعش ډلې د ایزدیانو سلګونه یا ښايي زرګونه ښځینه د وینځو په توګه له ځان سره ساتلې وې.

سخاروف جایزې ته د شوروي اتحاد د حکومت مشهور مخالف آندرې سخاروف په یاد دغه نوم ورکړل شوی دی.

پروسږ کال دغه جایزه سعودي بلاګ لیکوال رافع البداوي ته ورکړل شوې وه، چې اسلام ته د سپکاوي په تور دا مهال د لس کلن زندان سزا تېروي، چې دغې مودې کې به زر دورې وهل کېږي هم.