موصل جګړه: 'د داعش ډلې ۹۰۰ وسله وال وژل شوي'

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
موصل جګړه

د امریکا متحدو ایالتونو یو لوړپوړی جنرال وايي، له هغه وروسته چې تېره اونۍ عراقي ځواکونو د موصل ښار بېرته نیولو عملیات پیل کړي دي، د اسلامي دولت نومي ډلې له اته سوو تر نهه سوو پورې وسله وال په دغه جګړه کې وژل شوي دي.

د امریکايي ځواکونو د مرکزي قومندې مشر جوزیف وټیل اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي، کره شمېر معلومول ځکه ګرانه چاره ده، چې وايي وسله وال د ښار شاوخوا کې حرکت کوي او د ځايي اوسېدونکو منځ کې تیت او پرک دي.

د عملیاتو له پیله مخکې داسې فکر کېده، چې موصل کې به د اسلامي دولت نومي ډلې نژدې ۵۰۰۰ وسله وال وي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption په شمال او ختیځ کې کردي پېشمرګه ځواکونو یو شمېر کلي نیولي

د برید له پیله وروسته حکومتي ځواکونو او پلوي ملېشو یې چې د امریکا په مشرۍ د اییتلاف هوايي ملاتړ ورسره دی، په یو شمېر سیمو کې بریالي شوي دي.

د جګړې په ډګر کې قومندانانو ویلي، له اسلامي دولت نومي ډلې د موصل بېرته نیولو عملیات که میاشتې نه وي، ښايي اونۍ وخت ونیسي.

له ۱۰۰ ډېر امریکايي پوځیان د جګړې په ډګر کې دغو قومندانانو ته مشورې ورکوې او دغه راز د اییتلاف له هوايي ځواک سره د هدفونو په نښه کولو کې مرسته کوي.

یو شمېر نور امریکايي ځواکونه بیا له نژدې پوځي مرکزونو د درنو وسلو برخه کې مرسته کوي. له اې ایف پي خبري اژانس سره خبرو کې جنرال وټیل وویل:

'' د تېرې نژدې یوې نیمې اونۍ عملیاتو کې، چې د موصل بېرته نیولو لپاره شوي موږ داسې اټکل کوو، چې ښايي د اسلامي دولت نومي ډلې له اتو تر نهو سوو پورې وسله وال وژل شوي دي. ''

د انځور حقوق Reuters
Image caption پر موصل له برید وروسته نږدې ۱۱۰۰۰ ملکي کسان له ښاره تښتېدلي

بل لور ته عراقي حکومت امریکايي جنرالانو ته د چارشنبې په ورځ ویلي، چې د عراقي ځواکونو ۵۷ سرتېري وژل شوي او ۲۵۰ نور ټپیان دي.

اټکل کېږي، چې د کردانو پېشمرګه ځواک بیا په دغه جګړه کې ۲۰ سرتېري بایللي او ۳۰ نور کسان یې ټپیان دي.

د موصل جګړه کې د داعش ضد ترکي ګډون مخالفت

د موصل جګړه: کردانو پر موصل "لوی برید" پیل کړی

اسلامي دولت نومي ډلې له دې مخکې له اییتلافي او عراقي ځواکونو سره نښتو کې کیمیاوي وسلې کاروولې او داسې وېره شته، چې دوی ښايي د موصل جګړه کې هم دغه چاره وکړي.

موصل کې اوس هم نژدې یو میلیون ملکي کسان ژوند کوي.

د دغه برید له پیله تراوسه له موصل نه نژدې ۱۱۷۰۰ ملکي خلک تښتېدلي او ملګري ملتونه اندېښنه ښيي، چې ښايي ۷۰۰ زره پورې نور تېښتي ته اړ شي.