ملګري ملتونه: سوریه کې دې پر ښوونځي برید وڅېړل شي

ادلب سوریه د انځور حقوق EPA
Image caption پر ښوونځي د برید د مړو شمېر ۳۵ ته رسېدلی دی.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون غوښتي ژر تر ژره دې سوریه کې پر یوه ښوونځي د چهارشنبې د ورځې د برید په اړه پلټنې وشي. دغه برید کې تر ۲۰ ډېر ماشومان ووژل شول.

فعالان وايي د یاغیانو تر ولکې لاندې ادلب ښار کې یو کلیوال ښوونځی پر له پسې بمبارد شو.

همدارنګه ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې راتلونکی ژمی به د سوریې پنځه کلنې کورنۍ جګړه کې تر ټولو سخت وي.

سوریه کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر جان اېګلند وویل، بېرحمه کړکېچ لا نور هم ظالم شوی دی. ده وویل کړکېچ اوس تر پخوا لا ډېر ملکیان کړوي.

سوریه کې بېړنیو حالاتو کې مرستندویانو او بریتانیا مېشتې څارونکې ډلې د پنجشنبې په ورځ وویل چې د ادلب ښار د برید د مړو شمېر ۳۵ ته لوړ شوی.

بي بي سي نه ده توانېدلې په خپلواکه توګه د برید جزییات تایید کړي.

د انځور حقوق AP
Image caption د برید ډېری قربانیان ماشومان دي

روسیې لا پخوا ویلي چې نه دوی او نه هم د دوی متحد سوري دولت دا برید کړی.

د روسیې د دفاع وزارت یوه ویندوی ډګر جنرال ییګور کوناشینکوف ویلي، دا ادعا دروغ ده او د روسیې ډرون ښيي چې د ښوونځي بام لا اوس هم روغ دی.

بله خوا بریتانیا مېشتې سوریه کې پر بشري حقونو د څار ادارې له بېلابېلو سیمه ییزو خلکو معلومات راټول کړي چې د دوی په وینا یا روسي او یا هم سوریايي الوتکو شپږ ځلې پر کلي برید کړی.

ادلب د سوریې د دولت د مخالفینو وروستی ځای دی او په دوامداره توګه د روسي او سوریايي هوايي ځواکونو له خوا بمبارد کېږي.

بله خوا د اسلامي دولت نومې ډلې پر وړاندې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونه هم دغې سیمې کې القاعده سره تړلي مخالف جهاديان په نښه کوي.