هغه ښار چې پولیس، سیاستوال او بدماشان يې شړلي

Image caption د چيران ښار خلک د سیمه ییزو ښځو تر مشرۍ لاندې راټول شول او د وسله والو پر وړاندې يې ځپل ځنګلونه وساتل

مکسیکو کې، منظم جنایتونه په هر ځای ان په وړو کلیو کې هم شته- خو د دې هېواد د میچواکان ایالت یو وړوکی ښار، چیران، یوه استثنا ده.

د دې ښار خلک د سیمه ییزو ښځو تر مشرۍ لاندې راټول شول او د وسله والو پر وړاندې يې ځپل ځنګلونه وساتل - پولیس او سیاستوال يې هم له ښاره وشړل.

دغو ښځو د خپلو پلانونو جوړولو لپاره پټې غونډې کولې. هغوې له ورځنیو وژنو او سړي تښتونو بېزاره او هغو ماسک لرونکو کسانو له امله په غوسه وي چې د دوې په ښار کې به ګرځېدل او له وړو سوداګرو به يې په زوره پیسې اخیستلې.

یمن کې د لوږې پر ضد د یوې ښځې مبارزه

د کینیا نجونې او د راتلونکي په اړه یې نظر

مکسيکو کې کب نيونه

څه باندې درې کاله هغوی په غوسې سره کتل چې د دوې د ځنګلونو په چارتراشو ډکې لارۍ موټر به يې د کورونو پر وړاندې تېرېدل.

د مکسیکو مافیايي شرکتونه یو وخت تر ډېره د نشه يي شیانو په سوداګرۍ بوخت وو، خو وروسته يې د خپلې سوداګرۍ لمن پراخه کړه او اوس يې ګټور صنایع هم تر خپلې ولکې لاندې راوستي - لکه د چارتراشو صنعت چې د چیران د ښار د اقتصاد بنسټ دی.

تر ۲۰۱۱ پورې، د چارتراشو سوداګر د چیران د اوبو چینو ته نژدې کېدل.

یوه اعتراض کوونکې ښځه، مارګریتا ایلویرا رومیو، وايي "موږ اندېښمن وو، چې که [د ځنګلونو] ونې ووهل شي، اوبه به کمې شي. زموږ مېړونه څاروي لري - که د اوبو چینې له منځه لاړې شي څاروي به اوبه چېرې څکي."

Image caption د ځنګل ساتونکی، د چیران یوه نقشه (په سور رنګ)، د مکسیکو په میچواکان کې

یوه ډله ښځې ځنګله ته لاړې چې وسله والو سره استدلال او خبرې وکړي. هغوی ورته بد رد وویل او ويې شړلې. نو ځکه ښځو خپل پلان جوړکړ.

هغوې پوهېدلې چې په ځنګله کې د ځنګل وهونکو سره مقابله کول خطرناکه ده، هغوی پرېکړه وکړه چې په کلي کې د لارۍ موټرو لاره بنده کړې ځکه چې هلته به ګاونډیان د دوې ملاتړ وکړي.

د ۲۰۱۱ کال د اپریل ۱۵ د جمعې سهار وختي، د چیران پاڅون یا لیوانتا میینتو، پیل شو.

د مکسيکو زندان تاوتريخوالي کې لسګونه کسان وژل شوي

د مکسيکو سفيره ولې په ډيلي کې د موټر پر ځای ريکشا کې سفر کوي؟

د مارګریتا د کورمخې ته، ښځو له ځنګله راغلې لاره بنده کړه، د چارتراشو ډک ګاډي يې ودرول او ځینې کسان يې یرغمل ونیول.

کله چې سهار وختي د ایل کوالیرو د کلیسا زنګونه ووهل شول او د اور لوبې د چاودنو غږ واوریدل شو، او په دې ډول د خطر غږونه پورته شول، د چیران خلکو مرستې ته را ودانګل. حالات ترینګلي وو، ښځو ځینو قهرېدلو کسانو ته ویل چې یرغملیان دې د کلیسا مخې ته د لرغونې ونې ترڅنګ نه تړي.

ملیسا فابیان چې هغه وخت ۱۳ کلنه وه وايي "په کوڅو کې هر چا له غټو چړو سره منډې وهلې، ښځو هرې خوا ته منډې وهلې. ټولو خپل مخونه پټ کړي وو. د خلکو چیغې اورېدل کېدې، او په دې ټول وخت کې د کلیسا د زنګ غږونه اورېدل کېدل."

له ښاروال سره د ښاروالۍ پولیس راورسېدل، او وسله وال کسان راغلل چې خپل یرغمل شوي ملګري خلاص کړي.

د ښار د خلکو او ځنګل وهونکو او پولیسو تر منځ له ترینګلتیا ډکه یوه مقابله وه. کله چې یو ځوان سړي د اورلوبې په ترڅ کې دوه ځنګل وهونکي ټپیان کړل دغه له ترینګتیا ډکه وضعه پای ته ورسېده. او د چیران ۲۰،۰۰۰ کسیزه ښار - د کورواکۍ پر لور خپل سفر پیل کړ.

مارګریتا وايي "د هغې ورځې په یادېدو سره راته ژړا راځي، د یو ویرونکي فلم په شان وه- خو دا تر ټولو ښه کار و چې موږ کولای شوای."

پولیس او سیمه ییز سیاستوال ژر له ښاره وشړل شول ځکه خلکو شک درلود چې هغوې د جنايي شبکو سره همکاري درلوده.

سیاسي ګوندونه منع شول- او تراوسه هم دي- ځکه فکر کېده چې هغوی د خلکو تر منځ د بې اتفاقۍ سبب شوی دی. د چیران د ښار ټولو څلورو ناحیو د ښاري شورا لپاره خپل استازي وټاکل.

تر ډېره حده، د چیران ښار چې اصلي اوسېدونکي يې د پوري پيچا د قوم خلک دي -بېرته خپله پخوانۍ بڼه غوره کړې: د بهرنیانو له مداخلې پرته په خپلواکه توګه او لرغوني ډول خپلې چارې ترسره کوي.

ښار ته د راتلو په درې لویو لارو کې د تالاشۍ وسله والې پوستې جوړې شوې.

اوس پنځه کاله وروسته، د تالاشۍ هغه پوستې لا تراوسه شته دي. د رونډا کمونیتاریا د ملیشو کسان یا محلي پولیس چې د چیران د ښار له نارینه او ښځو څخه جوړشوی یو ځواک دی د تالاشۍ د پوستو ساتنه کوي.

هر موټړ درول کېږي، له سورلیو يې پوښتنې کېږي چې له کوم ځایه راغلي او چېرته ځي.

د رونډا کمونیتاریا یو بنسټګر او ناظم، هیري برتو کامپوس، چې د "دیابلو" یا "شیطان" په نامه هم یادېږي وايی "موږ ډېر شیان زده کړي. په لومړیو ورځو کې موږ نه پوهېدو چې وسلې څرنګه وکاروو. خو اوس پوهېږو چې څرنګه وجنګېږو، او که جنایتکاران بیا راشي، موږ ورته چمتو یوو."

چیران د وړو جرمونو په هکله خپلې قضايي پرېکړې کوي. ډېری جرمونه د الکولو سره تړاو لري.

د سپټمبر د یوې یکشنبې په سهار، ۱۸ ځوان کسان چې په کوڅو کې د شرابو څکلو یا د نشې په حالت کې د موټر چلولو له امله توقیف شوي وو د رونډا ملېشې په مرکز کې بندیان شوي وو.

د سزاګانو په کتار کې نقدې جریمې او ټولنیز کارونه لکه له کوڅو د خځلو ټولول شامل دي.

له قانونه د جدي سرغړونو پېښې لويې څارنوالۍ ته لېږل کېږي. خو تېر کال د وژنو، سړي تښتونو یا د خلکو د ورکېدو پېښې نه وې موجودې.

که تاسو په داسې یوه ځای کې ژوند کوئ چې پراخ جنایتونه په کې نه وي، نو ښايي درته د حیرانتیا وړ نه وي. خو میچواکان د مکسیکو یو ډېر خونړی ایالت دی - چې پرې شوې سرونه د نڅا په سالونونو کې رغړېدل او په ګڼو بازارونو کې لاسي بمونه اچول کېدل.

په جولای کې، په دې ایالت کې ۱۸۰ وژنې شوې وې - چې په تېرو لسو کلونو کې ساری نه لري. او د چیران شاوخوا ټولنو کې - ۱۰ کیلومتره لیرې سیمو کې - د انسان تښتونو، په زوره د پیسو ترلاسه کولو او وژنو پېښې ډېرې عامې دي.

چیران ته نژدې د طب پوهنځي زده کونکې میلیسا، چې اوس ۱۸ کلنه ده وايي "په چیران کې، زه د خوندیتوب احساس کوم ځکه چې د شپې لخوا په کوڅو کې ګرځېدای شم، او نه وېرېږم چې کوم څه به راته پېښ شي"

یوازې د چیران کوڅې خوندي نه دي. د صبر د ونو ځنګل - چې د ښار د شاوخوا غونډیو لمنې يې زرغونې کړې دي - پخوا د چارتراشو له خپل سرو سوداګرو ډکې وې.

خو اوس د دې سیمې شاوخوا کې د رونډا کمونیتاریا مامورینو لخوا هره ورځ ګزمې کېږي.

د چیران ځمکې تر ډېره عمومي ملکیت دی - د کورنیو لخوا اداره کېږي خو ملکیت يې نه دی.

په داسې حال کې چې جنایتکاران نشته، مقررات په ټینګه توګه عملي کېږي - هر څوک چې غواړي یوه ونه ووهي باید له چارواکو څخه اجازه ترلاسه کړي.

او ورو ورو ځنګلونه بیا رغول کېږي. تخمین شوی چې د تنظیم شویو جنایتکارانو له لاسه د دې ښار ۱۷،۰۰۰ هکټاره ځنګلونه ویجاړ شوي وو. نژدې ۳،۰۰۰ هکټاره يې له پاڅون راهیسې په تېرو پنځو کلونو کې تراوسه پورې بیا له سره کرل شوي دي، نیالګي يې د ښار د نیالګیو په خپل روزنتون کې چمتو کېږي.

چیران په بشپړ ډول خپلواکه نه دی - تراوسه پورې د ایالتي او فدرالي دولت لخوا بودیجه ترلاسه کوي.

خو د دې ښار د پوري پیچا اصلي اوسېدونکو خلکو د ټولنې کورواکي په رسمیت پېژندل شوې ده او د مکسیکو د حکومت لخوا يې ضمانت شوی.

پر سیاسي ګوندونو بندیز يې هم د محکمو لخوا منل شوی، او تایید شوی چې هغوی حق لري په سیمه ییزو، ایالتي او فدرالي ټاکنوکې ګډون ونه کړي.

په میچواکان ایالت کې، چیران د هیلې په یوې سیمې باندې بدل شوی - سوله ییز ژوند او امنیت يې له هغې ویرې څخه څرګند توپیر لري چې شاوخوا ټولنې ورباندې اخته دي.

پوښتنه دا ده چې په داسې یوه سیمه کې چې له ظلمه ډکه خو ښکلې ده د چیران خلک څرنګه بریالي شول او ان وده هم کوي؟ مارګریتا، میلیسا او هیري برتو به تاسو ته د یوې کلمې ځواب درکړي: سالیداریداد - پیوستون.

Image caption د چیران ملیشه د پریټ لپاره تمرین کوي

د چیران ډېری اوسېدونکي له همدې ښاره دي. د هغوی ټولنیز دود دا دی چې د سیمې خلک به خپل منځ کې ودونه کوي - دلته بهرنیان ډېر لږ دي.

کورنۍ غټې، او یو له بله سره نژدې دي. هرڅوک یو بل پېژني. او دا د ښار د یو والي بنسټ جوړوي.

په داسې حال کې چې مکسیکو کې بیا تاوتریخوالی په ډېرېدو دی، د چیران خلک د خپل راتلونکې په اړه اندیښمن دي - چې کېدای شي مافیايي ډلې بیا هلته ځانته ځاې پیداکړي.

نورو ښارونو هڅه وکړه د چیران تجربه کاپي کړي او د ځان لپاره همدغسې یو نظام جوړکړي، خو بریالي نشول. میلیسا خوشبینه ده، او چمتو ده چې کوڅې ته ووځي او له خپلو لاسته راوړنو دفاع وکړي.

میلیسا وايي "تر هغو چې یو کس هم پاتې وي چې غواړي دې کار ته دوام ورکړي، موږ به يې تر شا ودرېږو. موږ ټول د ویاړ احساس کوو ځکه چې موږ د یو شي مخه بنده کړه، او داسې کار مو وکړ چې نورو ټولنو يې د کولو جرات نه درلوده."

اړونده مطالب

ورته مطالب