ملګري ملتونه: داعش د موصل خلک "د انساني ډال" په څېر کاروي

د انځور حقوق Reuters
Image caption ملګري ملتونه وايي، که کسان له موصل څخه په وتلو بریالي شوي دي.

ملګري ملتونه وايي، اسلامي دولت ډلې د موصل ښار د زرګونو کسانو په تښتولو او د دغه ښار په مختلفو سیمو کې په ځای په ځای کولو سره دوی 'د انساني ډال' په توګه کاروي.

دې ادارې د جمعې په ورځ په رپوټ کې وویل، داعش له ۲۳۲ ډېر کسان 'له فرمان د سرغړونې' په تور وژلي دي.

د ملګرو ملتونو د انساني حقونو د دفتر ویانده راوینا شمدساني وايي، په وژل شویو کې ۱۹۰ کسان د پوځ پخواني سرتېري او ۴۲ ولسي وګړي و، چې د داعش له فرمان د سرغړونې او له دغو وسلوالو سره د همکارۍ نه کولو له امله وژل شوي دي.

ملګري ملتونه وایي، دا کسان تر ډېره په ‌ډزو وژل شوي دی.

د موصل د نیولو عملیات

د عراق امنیتي ځواکونه چې د کورد پېشمرګو او د شیعه او سني ملېشو اېتلاف یې هم ملاتړ کوي له دوو اونیو راهیسې پر دغه ښار برید کړی دی او چارواکي وایي، تر اوسه یې په سوونو داعش وسلوال وژلي دی.

موصل د عراق یو ستر ښار دی، چې اوس هم تر یو نیم میلیون پورې ولس پکې ژوند کوي.

د ښار لور ته د عراقي ځواکونو په پرمختګ سره وېره شته چې داعش وسلوال به د ځان ساتنې لپاره د دغه ښار ولسي وګړي د ډال په توګه وکاروي.

مېرمن شمدساني هم وايي، په وروستیو ورځو کې ملګرو ملتونو ته "کره رپوټونه" رسېدلي چې وايي، د موصل له څنډو استوګن په زور د دغه ښار په مرکز کې ځای په ځای کېږي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption نږدې دوه اونۍ کېږي چې د موصل د نیولو لپاره عملیات روان دي.

د دې رپوټونو له مخې، د شاوخوا ۶۰۰۰ کورنیو سړي، ښځې او ماشومان د موصل له مختلفو سیمو تښتول شوي دي.

د ملګرو ملتونو د انساني حقونو د دفتر ویانده راوینا شمدساني وايي: "داعش د ډاورنې ستراتیژۍ په غوره کولو سره هڅه کوي د ښار په مختلفو سیمو کې ولسي وګړي ځای په ځای کړي او د پوځي بریدونو په مقابل کې دا سړي، ښځې او ماشومان د انساني ډال په توګه وکاروي"

* د ''داعش'' مشر څوک دی؟

* پاکستان کې داعش پلوه مهالنۍ

ملګرو ملتونو تېره اونۍ هم رپوټ ورکړی و، چې داعش له موصل د ولسي وګړو د وتلو او له جنګي سیمو د هغوی د تښتېدلو مخه نیسي او کوم کسان چې له دې سیمو د وتلو هڅه کوي د "خیانت" په تور یې تعقیبوي.

دا اداره وایي، د موصل د نیولو لپاره د عملیاتو له پیلېدلو راهیسې کم کسان په دغه ښار کې د داعش تر واک لاندې سیمو نه په تېښته بریالي شوي دي.

د موصل عملیاتو کې د امریکا رول

له عراقي ځواکونو سره پر کورد او د سني او شیعه ملېشو پر ایتلاف سربېره د امریکا هوايي ملاتړ هم شته.

په دې عملیاتو کې د امریکا له سلو ډېر ځانګړي ځواکونه هم شریک دي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د موصل جګړه کې پر حکومتی ځواکونو سربېره کورد پېشمرګه او سني او شیعه اېتلاف هم برخه لري.

موصل په عراق کې د اسلامي دولت خورا مهم مرکز دی، چې په ۲۰۱۴ کال کې یې له عراقي ځواکونو نیولی دی.

د اسلامي دولت ډلې مشر ابوبکر بغدادي له موصل څخه په عراق او شام کې تر خپل واک لاندې سمو کې خلافت اعلان کړ.

* انبار کې د داعش برید په شا شوی

* کوردانو پر موصل لوی برید پیل کړی

له دې ډلې د موصل د نیولو لپاره له څو میاشتو راهیسې پلان روان و او په روانه میاشت کې پر دغه ښار د عراقي ځواکونو د توپچي بریدونو په پیلېدلو سره د موصول د نیولو عملیات هم پیل شول.

په دې عملیاتو کې تر ۳۰ زرو پورې پوځیان، کورد پېشمرګه او شیعه او سني وسلوال برخه لري.

عراقي چارواکي وايي، پر موصل د حکومت بیا واکمنېدل به په دغه هېواد کې د اسلامي دولت د بشپړې ماتې په معنا وي.

ورته مطالب