موصل جګړه: شیعه ملېشه ځواک پر تلعفر برید کړی

د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES
Image caption د اسلامي دولت نومي ډلې خلاف جګړو کې پر حشد الشعبي وسله والو د جنګي جرمونو تورونه لګېدلي

عراق کې شیعه ملېشه وايي، د موصل ښار بېرته نیولو بریدونو بهیر کې یې د موصل لوېدیځ کې د اسلامي دولت نومې ډلې پر ضد برید کړی.

د حشد الشعبي ډلې په وینا دوی هڅه کوي د اسلامي دولت نومې ډلې وسلوال له تلعفر ښارګوټي وشړي، چې وايي دې سره به له سوریې نه په موصل کې د یادې ډلې وسلوالو ته اکمالاتي لاره وتړل شي.

۲۰۱۴ کال کې، چې داعش ډلې تلعفر ونیو، د دغه ښار ډېری اوسېدونکي شیعه ګان وو.

موصل کې ډېری اوسېدونکي سنیان دي او حشد الشعبي ملېشه هڅه کوي دغه ښار ته ننوځي.

عراقي ځواکونه، کردي ملېشه ځواک د نورو اییتلافي ځواکونو تر څنګ، چې د امریکا په مشرۍ د هوايي ځواک ملاتړ ورسره دی، له داعش ډلې د موصل بېرته نیولو عملیاتو کې د پرمختګ ادعا کوي.

موصل په عراق کې د داعش ډلې تر ټولو مهم مرکز بلل کېږي.

داعش د موصل خلک 'په انساني ډال بدل کړي'

د موصل جګړه کې د داعش ضد ترکي ګډون مخالفت

د حشد الشعبي ویاند احمد السعدي وايي:

''د دغو بریدونو موخه دا ده، چې تلعفر د داعش ډلې له منګولو ازاد شي او د الرقه ' سوریې کې د اسلامي دولت نومي ډلې مرکز ' او موصل تر منځ اکمالاتي لار وتړل شي. ''

نوموړی زیاتوي، چې عملیات د موصل سویل کې له یوه ځایه پیل شوي دي. له دې مخکې د اسلامي دولت نومي ډلې خلاف د دغې ملېشه ځواک پر وسله والو د جنګي جرمونو او د ملکي سنیانو پر ضد د تاوتریخوالي تورونه لګېدلي وو. داسې باور کېږي، چې موصل کې اوس هم نژدې یو نیم میلیون ملکي کسان اوسي.

ملګري ملتونه وايي، اسلامي دولت نومې ډلې د موصل ښار د زرګونو کسانو په تښتولو او د دغه ښار په مختلفو سیمو کې ځای پر ځای کولو سره دوی 'د انساني ډال' په توګه کاروي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د موصل پر لور د عراقي ځواکونو پرمختګ له سخت مقاومت سره مخامخ دی

دې ادارې د جمعې په ورځ په رپوټ کې ویلي، داعش له ۲۳۲ ډېر کسان 'له فرمانه د سرغړونې' په تور وژلي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر ویانده راوینا شمدساني وايي، په وژل شویو کې ۱۹۰ کسان د پوځ پخواني سرتېري او ۴۲ ولسي وګړي و، چې د داعش له فرمانه د سرغړونې او له دغو وسلوالو سره د همکارۍ نه کولو له امله وژل شوي دي.

ملګري ملتونو ویلي، دا کسان تر ډېره په ‌ډزو وژل شوي دی.

د عراق امنیتي ځواکونه چې د کرد پېشمرګه ځواک او د شیعه او سني ملېشو اېتلاف یې هم ملاتړ کوي له دوو اونیو راهیسې پر دغه ښار برید کړی دی او چارواکي وایي، تر اوسه یې په سوونو داعش وسلوال وژلي دی.