ایټالیا کې زوروره زلزله شوې

د انځور حقوق @MONKSOFNORCIA
Image caption زلزله کې د ګڼو ودانیو د ویجاړېدو خبر ورکړل شوی

د ایټالیا مرکزي سیمې ۶٫۶ درجې زلزلې لړزولې دي. تېره اونۍ هم هلته پنځه اعشاریه پنځه درجې زلزلې پلازمېنه روم ولړزاوه.

ويل کېږي په دغه زلزله کې شاوخوا ۲۰ تنه ټپيان شوي دي.

دوه میاشتې وړاندې ایټالیا کې یوې لویې زلزلې لږترلږه ۳۰۰ کسان وژلي وو او ګڼې مېنې یې ورانې کړې وې.

د یکشبنې د زلزلې کچه ۶٫۶ درجه او ژوروالی یې یوازې ۱٫۵ کیلومتر ښودل شوی.

په نارسیا کې د سن بندیتو یوه پادري پرټویټر د تازه زلزلې یو انځور خپور کړی دی.

زلزلې ترهولي وګړي واټونو او کوڅو ته راوتلي دي.

د اوسیتا ښاروال انسا خبري اژانس ته ویلي: "هرڅه ویجاړ شوي. لوګي له ودانیو پورته کېږي، دا یو ناورین دی. زه په موټر کې ویدم او دوزخ مې ولید."

د تېرې اونۍ زلزلې ځای ته څېرمه ښارونه تړل شوي وو.

په روم کې د مېترو سیستم هم د زلزلې له کبله ځنډول شوي و.

ایټالیا کې د مخکینۍ زلزلې انځورونه

زلزله: ایټالیا کې ویر

اړونده مطالب

ورته مطالب