د اف بي ای پر 'دوه ګوني معیار' د کلنټن کمپاین توندې نیوکې

کلنټن او کومي د انځور حقوق AP
Image caption ښاغلي کومي د ډیموکراتانو له سختې نیوکې سره مخ شوی.

د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډیموکرات ګوند نوماندې د ټاکنیز کمپاین دفتر د امریکا جنایي څېړنو فدرالې ادارې (اف بي آی) پر رییس د "څرګند دوه ګوني معیار" له امله توندې نیوکې کړې دي.

امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې د اف بي آی رییس جیمز کومي په دې وروستیو کې د یوه راپور له خپرېدو سره مخالفت کړی و چې روسیه یې د امریکا ټاکنو کې پر نفوذ کولو او د ډیموکرات ګوند ایمیلونو په هک کولو تورنوله.

ددغه راپورونو له مخې؛ ښاغلی کومي د ټاکنو په درشل کې ددغو اطلاعاتو له خپرېدو اندېښمن و.

پر همدې مهال چې ښاغلي کومي د جمعې په ورځ د امریکا کانګرس ته د لیک په استولو د مېرمن هېلیري کلنټن د ایمیلونو په تړاو د نویو پلټنو خبر ورکړی و. دې خبر پر ټاکنیزو مبارزو ډېر سیوری وغوړاوه.

+ د کلنټن ایمیلونه: د اف بي آی رییس ښایي قانون نقض کړی وي

+ دویم ځل د هېلیري کلنټن بخت؟

د سي ان بي سي شبکې د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې جیمز کومي د امریکا استخباراتي ادارو له پرېکړې سره مخالف و چې د ډیموکراتانو ملي کمېټې او همداراز د مېرمن کلنټن د ټاکنیز کمپاین مدیر جان پوډسټا د ایمیلونو هک کولو د عامل په توګه دې په زغرده د روسیې نوم واخستل شي.

ددغو راپورونو له مخې، ښاغلي کومي د یوې رسمي وینا په خپرولو له دې کار سره مخالفت وکړ او ویل یې چې پر ټاکنو له اغېزو اندېښمن دی.

سي ان بي سي راپور ورکړی چې ښاغلي کومي د ملي امنیت سازمان د اکتوبر ۷مې وینا نه ده لاسلیک کړې چې ویل یې "د امریکا استخباراتي ادارې ډاډمنې دي چې د امریکایي بنسټونو او اتباعو پر ایمیلونو وروستي بریدونه د روسیې دولت رهبري کړي دي."

په هغه راپور کې راغلي و: "دا غلاوې او افشا کول د امریکا په ټاکنو کې د لاسوهنې په موخه کېږي."

اف بي آی د بي بي سي د غوښتنې په ځواب کې وویل؛ ددغو راپورونو په تړاو نظر نه څرګندوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلي ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل: هېلیري کلنټن نشي کولی له ځان پرته بل څوک ملامت وبولي
د انځور حقوق Getty Images
Image caption مېرمن کلنټن وویل: رایه ورکوونکي حق لري له ټولو حقایقو خبر شي.

د امریکایي رسنیو په حواله که څه هم ښاغلی کومي ددغې وینا له منځپانګې (محتوا) سره موافق نه و، خو د ښکاره کېدو یې مخالف و.

د ټاکنیزو منډو ترړو په اوږدو کې داسې ادعاوې شوې دي چې روسي هکرانو په ټاکنیزو سیالیو کې ډونلډ ټرمپ ته د مرستې په موخه د امریکا ډیموکراتانو ګوند او د هېلیري کلنټن کمپاین په نښه کړی دی.

د مېرمن کلنټن د کمپاین یوه مدیر رابي موک وویل: "نشي کېدای دغه کار له یوه څرګند دوه ګوني معیار پرته بل څه وګڼل شي."

هغه له ښاغلي کومي وغوښتل، "سملاسي دې ددې ناهمغږۍ وضاحت ورکړي او پر مېرمن کلنټن عملي شوی معیار دې د ډونلډ ټرمپ پر سلاکارانو هم پلی کړي."

د ایمیلونو مسئله

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوریپال ګوند کاندید ډونلډ ټرمپ وړاندې وویل؛ د هغه په باور اف بي آی د مېرمن کلنټن د ایمیلونو د "سروزورو کان" موندلی دی.

اف بي ای د مېرمن کلنټن د هغو ایمیلونو په تړاو تازه پلټنې پیل کړي چې د بهرنیو چارو وزارت پرمهال یې د انټرنټ د شخصي سرور له لارې لېږلي دي.

ښاغلي کومي د تېرې جمعې په ورځ د یوه لیک له لارې د امریکا استازو جرګې د رییسانو کمېټې څو غړو ته خبر ورکړ چې د یوې بلې قضیې په تړاو پلټنې پرمهال چې له دې موضوع سره تړلې نه ده، نوي ایمیلونه ترلاسه شوي دي.

ښاغلي کومي ویلي و چې اف بي آی باید روښانه کړي چې دغو ایمیلونو کې محرمانه اطلاعات و که نه.

+ د هیلري کلنټن د برېښنالیکونو بیا څېړنه

+ د امریکا ټاکنې: وروستي برېښنالیکونه کلنټن څومره زیانمنوي؟

په داسې حال کې چې ټاکنو ته له دوو اونیو کمه موده پاتې وه د ښاغلي کومي دغه ګام ډېرې نیوکې راوپارولې، د امریکا په سنا مجلس کې د ډیموکراتانو مشر ددغو څېړنو علني کول د قانون نقض وباله او ځینو نورو جیمز کومي تورن کړ چې د لومړي ځل لپاره یې په ټاکنو کې د اف بي آی بې پرېتوب تر پښو لاندې کړی او سیاسي ګام یې پورته کړی.

د راپورونو له مخې، اف بي ای د هېلیري کلنټن د سلاکارې هما عابدین د ایمیلونو ارزولو لپاره قانوني حکم ترلاسه کړی دی.

د انځور حقوق Reuters
Image caption هما عابدین او د هغه پخوانی مېړه انټونې وېنر

ویل کېږي چې د مېرمن عابدین ایمیلونه د هغه د پخواني مېړه انټوني وېنر له لپ ټاپ کمپویټر نه ترلاسه شوي، خو ددغو ۶۵۰ زره ایمیلونو منځپانګه، لېږونکی او ترلاسه کوونکی څرګند نه دی.

مېرمن کلنټن په اوهایو کې په یوه غونډه کې وویل؛ د خپلې سلاکارې د ایملونو په تړاو د اف بي آی د پلټنو هرکلی کوي، ځکه چې کوم څه د پټولو لپاره نه لري: "هغوی باید ایمیلونه وارزوي او زه ډاډمنه یم چې هماغې پایلې ته رسېږي چې زما د ایمیلونو له ارزولو یې لاسته راوړه، دا خو کومه خبره نه ده."

د ۲۰۱۵ کال په مارچ میاشت کې څرګنده شوه چې مېرمن کلنټن بهرنیو چارو وزیرې په توګه د دفتري کارونو لپاره د شخصي سرور په کارولو ایمیلونه استولي چې دې کار د امریکا فدرال قانون نقض کړی دی.

د مېرمن کلنټن وکیلانو له دغو سرورونو ۳۰ زره ایمیلونو ترلاسه کړل او اف بي آی ته یې ورکړل.

خو د مېرمن کلنټن ټیم ۳۳ زره نور ایمیلونه چې وویل شول شخصي ایمیلونه و، پاک کړل.

اف بي آی تر پلټنو وروسته دې پایلې ته ورسېده چې مېرمن کلنټن سره له دې چې د دولتي اطلاعاتو په تړاو "ډېره ناپامي" کړې، خو داسې کوم څه نشته چې جرم وبلل شي.

تازه ایمیلونه هغه مهال ترلاسه شول چې اف بي آی د هما عابدین د پخواني مېړه انټوني وېنر په تړاو پلټنې کولې. ښاغلی وېنر تورن دی چې یوې ۱۵ کلنې نجلۍ ته یې څرګند جنسي پیغامونه لېږلي دي.

لرې ښکاري چې اف بي آی دې د ولسمشریزو ټاکنو له ورځې (نومبر ۸مه) وړاندې خپلې څېړنې بشپړې کړي.

د ان بي سي نیوز/سروې منکي یوه نوې نظرپوښتنه چې د دوشنبې په ورځ خپره شوه ښيي چې هېلیري کلنټن تر خپل سیال په ملي کچه شپږ سلنه - ۴۷ د ۴۱ په مقابل کې - مخکې ده. دا نظر پوښتنه د اکتوبر له ۲۴ مې تر ۳۰ ترسره شوې ده.دی.

ورته مطالب