دویم ځل د هېلیري کلنټن بخت؟

د انځور حقوق Reuters
Image caption هېليري کلنټن د ۱۹۴۷ د اکټوبر په ۲۶ په شیکاګو کې زیږېدلې

هېلیري کلنټن د امریکا د متحدو ایالتونو په بېلابېلو سیاسي مقامونو کې کار کړی - لومړۍ مېرمن، سناتوره، د بهرنیو چاور وزیره. اوس، د دویم ځل لپاره هڅه کوي چې د ولسمشرۍ مقام ته ځان ورسوي چې د ډېرې مودې راهیسې يې هیله درلوده.

۶۸ کلنې هېلیري کلنټن په ۲۰۰۹ کې د ولسمشر بارک اوباما د حکومت په پیل کې د بهرنیو چارو وزارت پر څوکۍ کار کاوه، خو د بارک اوباما د دویم ځل ټاکل کېدو لنډه موده وروسته هېلیري کلنټن استعفا وکړه.

د هېليري کلنټن ژوند

د هیلري کلنټن د برېښنالیکونو بیا څېړنه

د امریکا ټاکنې: وروستي برېښنالیکونه کلنټن څومره زیانمنوي؟

د امریکا د متحدوایالتونو د لوړې ډيپلوماتې په توګه يې د سفرونو د سخت جدول او په ډپلوماسۍ کې د مخامخ شخصي خبرواترو د رويې له امله نوم درلود.

دغه ډول یو کاري پروګرام به هغه د راتلونکو اوونیو سختو کارونو ته چمتو کړي. د ډېموکراټیک ګوند د معیار ساتونکې دغه نومانده چې په ۲۰۰۸ کې يې د ښاغلي اوباما په وړاندې لومړنۍ ټاکنې وبایللې هیله کوي چې اوس خپله ټاکنیزه مبارزه تر پایه پرمخ بوځي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption اغلې کلنټن په ۲۰۰۰ کال کې د نیویارک د سناتورې په توګه وټاکل شوه

هېلیري راډهم کلنټن

•د ۱۹۴۷ د اکټوبر په ۲۶ په شیکاګو کې زیږېدلې

•په ۱۹۷۳ کې د ییل د حقوقو له پوهنځي فارغه شوې

•په ۱۹۷۵ کې يې بېل کلنټن سره واده وکړ

•۱۹۹۳-۲۰۰۱: د لومړۍ مېرمنې په توګه يې د روغتیايي بیمې پراختیا او د ښځو حقونو لپاره کمپاین وکړ

•په ۲۰۰۰ کال کې د نیویارک د سناتورې په توګه وټاکل شوه

•په ۲۰۰۶ کې بیا په ډېرو رایو وټاکل شوه

•۲۰۰۸: د ډيموکراټیک ګوند د ولسمشرۍ د نوماندۍ لپاره هڅې کې ناکامه شوه

•۲۰۰۹-۲۰۱۳: د بهرنیو چارو وزیره

هېلیري ډایان راډهم د ۱۹۴۷ په اکټوبر په شیکاګو کې زيږېدلې. په ۱۹۶۰ کلونوکې يې د ماساچوسیټس ایالت په ویلیسلي کالج کې زده کړه وکړه، او د زده کوونکو په سیاست کې فعاله شوه.

وروسته د ییل پوهنتون د حقوقو پوهنځي ته لاړه، او هلته د بل کلنټن سره اشنا شوه.

هغوی په ۱۹۷۵ کې واده وکړ. وروسته له هغې چې ښاغلی کلنټن په ۱۹۷۸کې د ارکانزاس ایالت والي شو هېلیري کلنټن له سیاسي پلوه فعاله پاتې شوه.

کله چې ښاغلي کلنټن په ۱۹۹۲ کې د ولسمشرۍ لپاره مبارزه پیل کړه، ده ویلي وو چې رایه ورکونکو ته به "د یو په بیه" دوه ولسمشران ورکړي.

د لومړۍ مېرمن په توګه، اغلې کلنټن د ښځو د حقونو او خلکو عمومي روغتیايي پالنې لپاره کمپاین وکړ، او د هېواد دننه او بهر يې خپل اعتبار اوچت کړ.

خو، کله چې د ټولو خلکو لپاره د روغتیايي پالنې د پلان په رامنځته کولو کې ناکامه شوه- چې هېڅکله په کانګرېس کې ورباندې بحث ونشو - د ډېری منتقدینو له نظره داسې معلومه شوه چې له حده لوړې هیلې لري او له سیاسي پلوه ډېره ساده ده.

د ۱۹۹۰ کلونو له نیمايي راهیسې - او د بېل کلنټن د ولسمشرۍ دویمې دورې په ترڅ کې - د رسوايۍ په راز راز قضیو کې چې ولسمشري يې زیانمنه کړې وه، راګیر شوه.

د وایټ واټر پر قضيې کانګرېس کې بحث او یوه پلټنه ترسره شوه، دا د ځمکو یوه ناکامه پروژه وه چې د کلنټن کورنۍ په کې پانګونه کړې وه.

د انځور حقوق AP
Image caption هېلري کلنټن له بېل کلنټن سره

هېلیري راډهم کلنټن لومړی د لومړۍ مېرمنې په توګه شهرت وموند. هغوی دواړه د ناسمو کارونو د تورونو پر وړاندې سپین را ووتل.

په ۱۹۹۸ کې د سپینې ماڼۍ یوې کارکوونکې مونیکا لیونسکي سره د ښاغلي کلنټن د اړیکو له امله هم مېرمن کلنټن ته د خبري رسنیو پام را واوښت.

هېلیري راډهم کلنټن ځان ته یو ټینګ پوښښ جوړ کړ چې د شخصي او سیاسي لوړو ژورو پر وړاندې يې د هغې له ساتنې سره مرسته وکړه.

هغې د خپل مېړه منتقدین وغندل، د ۱۹۹۸ په یوه مرکه کې يې وویل چې د لیوینسکي قضیه- چې د ولسمشر د استیضاح سبب شوې وه - "د ښي اړخو د یوې پراخې توطیې" الهام اخیستی و.

په ۲۰۰۰ کال کې، کله چې د کلنټن ولسمشرۍ پای ته نژدې کېدله، هېليري کلنټن په بریالیتوب سره د نیویارک ایالت د سناتورې څوکۍ وګټله، اوځان یې د ډيموکراټیک ګوند مرکزي دریځ ته برابر کړ.

په ۲۰۰۳ کې یې پر عراق باندې برید ته رایه ورکړه خو د جګړې له رويې يې ځان لیرې وساته، او د امریکا د متحدو ایالتونو د عسکرو د ایستلو غوښتنه یې وکړه. په اسانۍ سره یې په ۲۰۰۶ کې د سناتورۍ څوکۍ بیا وګټله.

جمهوري ریاست لپاره هڅه

په ۲۰۰۸ کې د ولسمشرۍ لپاره د ډيموکراټیک ګوند د نوماندۍ په لټه کې شوه. خو د منتقدینو له نظره چې ځینې يې د هغې په خپل ګوند کې وو، د یو بې اتفاقه کوونکي شخصیت په توګه وګڼله او انګېرنه یې دا وه چې ډېری امریکایان به ورته هېڅکله رایه ورنه کړي.

په پای کې بارک اوباما د ډیموکراټیک ګوند نوماندۍ وګټله او عمومي ټاکنو کې بریالی شو.

هېلیري کلنټن یې د بهرنیو چارو وزیرې په توګه ونوموله په دې هیله چې د ډیموکراټیک ګوند دننه اختلافونه و رغوي چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې رامنځته شوي وو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption مېرمن کلنټن ومنله چې د بارک اوباما په ټیم کې چې د دې له "رقیبانو" جوړشوی و خدمت وکړي

د هغې د کار د څلور کلنې دورې په ترڅ کې، مېرمن کلنټن ۱۱۲ هېوادونو ته سفرونه وکړل - چې دا د بهرنیو چارو د هر پخواني وزیر له سفرونو ډېر دي.

مېرمن کلنټن له خپل دریځه په ګټه اخیستو د ښځو او بشري حقونو لپاره مبارزه وکړه. د عربي پسرلي په وړاندې يې د امریکا د متحدو ایالتونو د غبرګون او په ۲۰۱۱ کې په لیبیا کې د پوځي مداخلې مشري یې هم وکړه.

په ۲۰۱۲ کې په بن غازي کې پر ډيپلوماټیکې ودانۍ له یو بریده وروسته چې په کې د نورو تر څنګ د امریکا د متحدو ایالتونو سفیر هم ووژل شو، پر بهرنیو چارو وزارت باندې پرلپسې نيوکې وشوې.

د کانګرېس په یوه ترینګلي بحث کې چې د وزیرې په توګه د هغې وروستۍ عمومي وینا وه، مېرمن کلنټن وویل په بن غازي کې د امنیتي ناکام مسولیت پر غاړه اخلي، خو ويې ویل چې د امنیت د لاټینګولو په اړه ورڅخه له وړاندې کومه غوښتنه نه وه شوې.

د ۲۰۱۵ په اکټوبر کې بېرته کانګرس ته راستنه شوه چې د دغه برید په اړه بیا شاهدي ورکړي.

سره د دې چې څه باندې ۱۱ ساعته یې د یوې ځانګړې کمیټې پر وړاندې پوښتنو ته ځوابونه ورکړل، دغه بحث ډېر نوي اطلاعات ترلاسه نه کړل.

د بهرنیو چارو له وزارت نه له تلو وروسته، مېرمن کلنټن په یوه محدوده کچه خپلو عامو څرګندونو او ویناګانو ته دوام ورکړ، د خپلو خاطرو دویم کتاب، "سخت انتخابونه"، خپرولو ته یې ځان چمتو کاوه، چې د بهرنیو چارو په وزارت کې د خپل کار د وخت کیسې یې په کې کړې.

د انځور حقوق AP

لږ څه وړاندې له دې چې مېرمن کلنټن د ولسمشرۍ لپاره ځان نوماوه، داسې تورونه وو چې ښايي د بهرنیو چارو په وزارت کې يې د وزیرې په توګه د خپل کار په وخت کې ځینې فدرالي مقررات تر پښولاندې کړي چې د رسمي کارونو لپاره یې چې بالقوه حساس اطلاعات په کې وو، له شخصي برېښنالیک کاراخیستی.

د امریکا د متحدو ایالتونو د فدرالي پلټنو ادارې، اېف بي ای، اعلان وکړ چې د مېرمن کلنټن پر ضد به د جنايي تورونو لګولو توصیه ونه کړي، خو ويې ویل چې هغې او کارکوونکو یې "د ډېرو حساسو، ډېرو محرمو اطلاعاتو د سمبالولو په وخت کې له ډېرې بې احتیاطۍ کاراخیستی".

د برېښنالیکونو پر سر ناندریو او یو قانوني نامعلوم حالت له امله د مېرمن کلنټن د لومړي پړاو او د ولسمشرۍ ټاکنیز کمپاینونه زیانمن شول، او سروې ګانو ویل چې رایه ورکوونکي پر هغې د باور په اړه شکمن دي.

د ویرمانټ د سیمې سناتور برني سانډرز د ټاکنو په لومړي پړاو کې داسې یو پیاوړی چلنج پیل کړ چې ډېرو یې انتظار نه کاوه. خو مېرمن کلنټن بالاخره سیالي وګټله او پر جنوبي سیمو مسلطه شوه.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption هېلیري کلنټن د خپل ډېموکراټیک ګوند ملګري نوماند سناتور برني سانډرز سره بحث کوي

د ګوند په عمومي غونډه کې له وینا وروسته په سروې ګانو کې د مېرمن کلنټن محبوبیت یو څه لوړ شو، او د متحدو ایالتونو د یو ستر سیاسي ګوند لومړنۍ ښځینه نومانده شوه.

خو له هغې راهیسې سیالي سخته شوې، او په سپټمبر کې هغه وخت د دې د کمپاین کچه ټیټه شوه له دې امله پرې پراخې نيوکې وشوې چې ویلي وو، د ټرمپ نیمايي پلویان "د خواشینۍ وړ" خلک دي.

یوه ورځ وروسته، د سپټمبر د یولسمې د یادونۍ مراسمو په ترڅ کې ناروغه شوه او د ټاکنیز کمپاین غړو يې اعلان وکړ چې پر سینه بغل ناروغۍ اخته شوې ده.

کله چې د ټاکنیز کمپاین لپاره بېرته راستنه شوه، او له سیال نوماند سره يې لومړنۍ مباحثې ته چې له ډېرې مودې راهیسې ورته خلکو انتظار ایسته څو ورځې پاتې وې، له لاسه تللي فرصت تلافي يې باید کړی وای.

اړونده مطالب

ورته مطالب